افغانستان

طالبانو په پروان کې یو سړی د «قذف» په تور ۸۰ درې ووهه

عکس له آرشیف.

طالبانو د جسمي مجازاتو په دوام په پروان ولایت کې یو سړی د قذف(په بل کس د زنا د تور پورې کولو) په تور ۸۰ درې وواهه.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د عیسی خان په نوم دغه کس د عبدالرزاق په نوم یو کس په زنا تورن کړی و؛ خو دا تور یې ثابت نه شو کړى.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، د طالبانو د مشر له خوا د سزا له تصویب وروسته، دغه سزا د عامو خلکو په وړاندې د«قذف حد» د تطبیق پر بنسټ ترسره شوه.

طالبانو ویلي دي چې د دې سزا د اجرا پر مهال د دوی د محاکمو رئیسان، د طالبانو نور سیمه ییز چارواکي او یو شمېر ځايي اوسېدونکي هم حاضر وو.

د هېواد په بېلابېلو برخو کې د بدني مجازاتو زیاتوالی

په تېره یوه میاشت کې طالبانو د دغه کس په ګډون ۱۰۱ کسان په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۵ ښځو په ګډون په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د جوزجان او خوست ولایتونه له هغو ولايتونو څخه دي چې په درو وهلو تر ټولو زیاتې سزاوې پکې پلي شوې دي. په دې موده کې په جوزجان ولایت کې ۲۲ او په خوست ولایت کې ۱۷ د درو وهلو پېښې ثبت شوې دي.

طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د بېرته راستنېدو راهيسې، په تدریجي ډول د خپلو د ۹۰ لسیزې پالیسیو ته راستانه شوي دي؛ هغه پالیسۍ چې په عام محضر کې د فزیکي مجازاتو بڼه پکې شامله ده.

د طالبانو دغه کړنې د بشري حقونو د سازمانونو او نړیوالې ټولنې له پراخ غبرګون سره مخ شوې دي.