د افغانستان په چارو کې د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخيت، د دوشنبې په ورځ په جده کې د افغانستان په چارو کې د برېټانیا له ځانګړي استازي انډي مک کوبري سره په کتنه کې د افغانستان د خلکو له ستونزو او ننګونو د حلولو په موخه « له طالبانو سره د تعامل پر پراخولو» ټينګار وکړ.
د اسلامي همکارۍ سازمان د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې کتنه کې چې د ياد سازمان په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه، په دوحه کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د افغانستان په چارو کې د ځانګړيو استازو د وروستۍ غونډې چې د جون په میاشت کې ترسره شوې وه د تمرکز وړ موضوع وه.
په خبرپاڼه کې راغلي: «دواړو لوریو د اقتصادي، بشري او بشري حقونو د لومړیتوبونو په ګډون، له ګڼو ننګونو سره چې هېواد او خلک ورسره مخامخ دي، په اغېزمنه توګه د مقابلې لپاره له واکمنو چارواکو (طالبانو) سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.»
د دغې خبرپاڼه پر بنسټ، په دې غونډه کې اقتصادي بې ثباتي، مخ په زیاتېدونکى بشري بحران او د بشري حقونو په اړه اندېښنې د بېړنیو لومړیتوبونو په توګه مطرح شوې چې همغږو نړیوالو اقداماتو ته اړتیا لري.
دغه راز په دې کتنه کې د افغانستان د خلکو د ملاتړ او د دغه هېواد د سياسي او ټولنيزو پېچلتياوو په اداره کولو کې د مرستې لپاره د خبرو اترو او ګډو هلوځلو په ارزښت ټينګار وشو.