د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د سه شنبې په ورځ (ليندۍ ۶ مه) اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو لوړ پوړي چارواکي او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیران په تاشکند کې سره راټول شوي چې له افغانستان سره د همکارۍ په ګډون پر مهمو سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړي.
ښاغلي سعیدوف پر اېکس لیکلي، چې د منځنۍ اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي کاها ایمنادزه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا، قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان د استازو د کوربتوب په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه لیکلي: «منځنۍ اسیا لا هم د ازبکستان د بهرني سیاست لومړیتوب دی.»
هغه د «سیاسي خبرو اترو د پراختیا، اقتصادي ادغام، چاپیریالي همکارۍ، ترانسپورتي اړیکو او د خلکو تر منځ د اړیکو» پر اهمیت ټینګار وکړ.
پر افغانستان تمرکز
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دې غونډې په اجنډا کې افغانستان ته د ځانګړې پاملرنې ترڅنګ د سیمه ییزو همکاریو په اړه مهم بحثونه شامل دي.
د دغو څرګندونو پر بنسټ، په دې ناسته کې د ټرانسپورټ او سوداګریزو اړیکو د ښه والي، د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او د هېوادونو او ټولنو ترمنځ د اړیکو د پراخولو په اړه بحثونه و ارزول شول.
دغو خبرو په منځنۍ اسیا کې د ګډو ننګونو د حل لپاره په ځانګړې توګه د افغانستان مخ پر ودې سیاسي او اقتصادي شرایطو ته په پام سره د همغږو هڅو پر زیاتېدونکي اهمیت هم ټینګار کړی دی.