د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد د ډیپلوماټیک ماموریت پخواني مشر حسن کاظمي قمي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د مخه ښې کتنه وکړه.
د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې امیرخان متقي په دې کتنه کې ويلي چې دی به په کابل کې د ایران د سفارت له نوي مشر علی رضا بیګدلي سره د دوه اړخېزو اړیکو د پراخولو لپاره کار وکړي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي متقي د کاظمي ماموریت پر مهال له طالبانو سره د ایران د اړیکو د پراخولو لپاره د هغه د هڅو ستاینه وکړه.
د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې دوه اړخېزې اړیکې او سیمه ییز پرمختګونه هغه مهم مسایل دي چې دواړو لورو پرې خبرې وکړې.
له طالبانو سره د ایران اړیکې
ایران په سیمه کې یو له هغو هېوادونو او د افغانستان ګاونډی دی، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته یې ورسره نږدې اړیکې لرلې. خو تر اوسه يې د طالبانو واکمني په رسمیت نه ده پېژندلې.
په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړول او له «ترهګرۍ» سره مبارزه له هغو غوښتنو څخه دي چې دغه هېواد د نړۍ د نورو هېوادونو او سازمانونو ترڅنګ تل د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره د شرط په توګه وړاندې کړي دي.
په کابل کې د ایران د ډیپلوماتیک ماموریت څرنګوالى
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ایراني رسنیو خبر ورکړی و چې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي د حکم پر بنسټ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال کونسل علي رضا بیګدلي د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر لخوا په کابل کې د ایران د سفارت د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.
خو ښاغلی قمي د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی پاتې شوی دی. د دغو راپورونو پر بنسټ، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازي پوسټ لیرې شوی او د تېر په څېر به د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړی استازی په مستقیم ډول د بهرنیو چارو د وزیر تر څارنې لاندې کار کوی.
وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، کاظمي قمي په افغانستان کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه معرفي شو. هغه له طالبانو سره د تعامل د پاليسۍ د پرمخبيولو دنده پر غاړه اخيستې ده.
د يادونې وړ ده، چې ښاغلي قمي تل د افغانستان د ستونزې د حل لپاره پر سیمه ییزو نوښتونو ټینګار کړی دی.