افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان په وروستیو میاشتو کې د انفلاسیون کچه راټېټه کړې ده

عکس از آرشیف. بازار مندوی کابل

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې د روان کال په دویمه نیمايي کې د سږني کال د لومړۍ نیمايي په پرتله د انفلاسیون کچه راټیټه شوې ده.

د دغه سازمان د راپور له مخې، په هېواد کې د ۲۰۲۴ کال په جولای کې د انفلاسیون کچه ۶،۶ سلنې ته راټیټه شوې ده. په داسې حال کې چې دا شمېره د روان کال په جنورۍ کې ۱۰.۲ سلنه وه.

په ورته وخت کې دغه سازمان وايي چې د روان کال د لومړۍ نیمايي په دویمه ربع کې د انفلاسیون د کچې د راټیټولو سرعت ورو و.

د منفي انفلاسیون لاملونه

په دې راپور کې راغلي چې په هېواد کې د انفلاسیون د کچې راټیټېدل ښايي د تقاضا د وضعیت له ښه کېدو او د افغانيو د بیې له ثبات سره تړاو ولري.

د دغه راپور له مخې، په هېواد کې د انفلاسیون د کچې په راټیټېدو کې د خوراکي، غیر خوراکي او د اړتیا وړ توکو د بیو ټیټوالی هم شامل دی.

بشري حالت او اقتصادي بحران

دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام د لړم د میاشتې په راپورونو کې ویلي چې افغانستان د نړۍ یو له هغو ۲۲ هېوادونو څخه دی چې د لوږې له بحران سره مخ دي او په دغه هېواد کې ۱۲،۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د نا خوندیتوب په کچه کې قرار لري.

دغه سازمان ویلي دي چې ډېر افغان اتباع نه پوهیږي چې خپل راتلونکی خواړه څنګه ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې دغه سازمان په یوه متن کې چې د لړم په ۱۷مه یې پر اېکس د یوې ویډیو ترڅنګ خپور کړى ویلي چې په افغانستان کې ځینې کورنۍ د سختې بې وزلۍ او لوږې له امله خپلې کم عمره لوڼې په نکاح ورکوي.

د دغه سازمان په وینا، پرله پسې وچکالي او د اقلیم بحران په افغانستان کې د بې وزلۍ د پراخېدو اصلي عوامل دي.

د بيې کمښت

بل خوا د خوړو نړیوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ويلي، چې سږ کال په ملي کچه د لومړنیو او اړینو توکو منځنۍ بیه د تېر کال په پرتله ۱۷ سلنه راټیټه شوې ده.

خو په ورته وخت کې دغه سازمان ویلي دي چې د کال په نیمایي کې په اوکراين او د تورې بحیرې په سیمه کې د جګړې د زیاتېدو له امله په نړیواله کچه د غلو دانو بیې د لوړېدو له امله د توکو بیې د کمېدو په حال کې دي.

په ورته وخت کې، راپور وايي چې د اصلاح شویو هګیو بیه په پام وړ کچه راټیټه شوې او د جمهوري رژیم له سقوط مخکې ورته کچې ته راستانه شوې ده.