د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وايي، په ټول هېواد کې د “کالکان-۳۱” په نوم عملیاتو کې يو زرو ۲۹۸ بې اسناده کډوال نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په دې عملياتو کې، چې په ټول هېواد کې ترسره شول، ۴٣ تنه قاچاق وړونکي هم نيول شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه عملیات د عامه څارنوالۍ، د کډوالو د مدیریت د ادارې په همغږي او د ترکیې د ساحلي ګارد د ساتنې د عمومي ریاست، د عمومي قوماندانۍ او د ترکیې د ساحلي ګارد په ګډون د دغه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شوي دي.
په دې عملیاتو کې ۱۸زره۷۸۵ ځایونه تر پلټنو لاندې نیول شوي چې پکې ۴زره۶۰۶ پرېښودل شوې ودانۍ، ۸۴۸ عامه ځایونه، ۴۸۳ ترمینلونه او ۵زره۶۴۸ نورې نقطې شاملې دي.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې عملیاتو کې ۲۸زره ۸۳۵ کارکوونکو په ۵زره۷۳۵ نقطو کې د ۹زره ٧۴ ګروپونو په بڼه برخه اخیستې وه.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې خپل هېواد ته نیول شویو غیر قانوني کډوالو د بېرته ستنولو بهیر پیل شوی دی.