د افغانستان د برېښنا دولتي شرکت وايي، له تاجکستان څخه د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا د پېرلو او واردولو تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو.
د برېښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې، دغه تړون د طالبانو د برېښنا شرکت اجراییوي رٸيس عبدالباري عمر او په ترکیه کې د تاجکستان د برېښناسهامي شرکت (برق تاجیک) مشر رئیس عسازاده ترمنځ لاسلیک شو.
د دغه تړون له لاسلیک سره سم یو شمېر کابل ښاریان په پلازمېنه کې د برېښنا د پرچاوۍ د زیاتوالي خبر ورکوي.
د دوی په خبره، د کابل ډېرې سیمې په ٢٤ساعتونو کې یوازې له ۴ تر ۶ ساعتونو برېښنا لري.
د کابل اوسېدونکی وايي: «د ژمي په موسم کې د کافي برېښنا نشتوالي او اقتصادي ستونزو موږ له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.»
افغانستان د خپلې اړتیا وړ برېښنا لویه برخه د منځنۍ اسیا له هېوادونو په ځانګړې توګه له تاجکستان او ازبکستان څخه واردوي. دا اتکا په تېرو کلونو کې د کورنۍ تقاضا د زیاتوالي له امله دوام لري.