یوشمېر افغان جلاوطنه خبریالانو په يوه خبرپاڼه کې د امریکا پر منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ غږ کړی چې د دوحې تړون دې لغوه کړي. د دوی په وینا دا اقدام کولای شي افغانستان د «تباهۍ کندې» ته له لوېدو وژغوري.
د دغو خبريالانو په وينا، دغه عمل کولاى شي په افغانستان کې د يوه ولسواک او ټولګډونه حکومت د جوړېدو بنسټ کېږدي او د هېواد د سقوط مخه ونيسي.
د دوى په خبرپاڼه کې راغلي: د دوحې د تړون لغوه کول د نړیوالو بشري حقونو د تحقق لپاره یو مهم ګام دی او هغه کسان چې په دغه تړون کې لاس لري باید نړیوالې محکمې ته وړاندې شي.
د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زرګونه قضیو ثبتېدل
په همدې حال کې په دې خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې ده، دغو خبریالانو ټینګار کړی چې پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته په افغانستان کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي څه باندې زر قضیې ثبت شوې دي. په دغو قضیو کې قتل، نیول، فزیکي او لفظي تاوتریخوالی شامل دی.
د دوی په وینا تر څلورو زرو زیات خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له افغانستانه وتلو ته اړ شوي دي. د لږترلږه ٢زره ښځینه خبریالانو څخه چې په ٢٠٢١کال څخه مخکې یې کار کاوه، یوازې ۵٠ یې په کورنیو رسنیو کې په «خطرناکو او کړکېچنو» شرایطو کې کار کوي.
په جلاوطنۍ کې افغان خبریالان وايي چې د طالبانو د بندیزونو له امله په دغه هېواد کې د بیان آزادي له منځه تللې ده. دوی ټینګار کړی چې افغانستان اوس د خبریالانو او د بیان د ازادۍ لپاره د نړۍ په پنځو خطرناکو هېوادونو کې دی.
د دوحې تړون
د دوحې تړون د ١٣٩٨ کال د کب مياشتې په لومړۍ نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو.
د دغه تړون موخه په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمول او له دغه هېواد څخه د امریکايي ځواکونو او د هغوی د متحدینو د وتلو لپاره د شرایطو رامنځته کول وو.
په بدل کې، طالبانو ژمنه وکړه چې ترهګرو ډلو لکه القاعده ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره پر نورو هېوادونو د بریدونو لپاره وکاروي او له افغان حکومت سره به مستقیمو خبرو ته کېني.
دا تړون په افغانستان کې د سولې په لور یو مهم ګام ګڼل کېده، خو په عمل کې یې عملي کېدل له ډېرو ننګونو او جنجالونو سره مخ وو.
خو له هغه وروسته چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، د بشري حقونو او د ښځو د زده کړو د حق د درناوي په برخه کې د طالبانو د ژمنو په ګډون په دغه تړون کې شاملې ډېرې ژمنې عملي نه شوې، چې دا کار ددې سبب شو چې د امریکا متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ هېوادونه طالبان د دوحې له تړون څخه په سرغړونه تورنوي.
له بلې خوا طالبانو هم امریکا له خپلو ژمنو په سرغړونې تورنه کړې او ویلي یې دي چې امریکا په ځینو مواردو کې له هوکړې سرغړونه کړې ده.
د هوکړې د بشپړ تطبیق نشتوالی او د طالبانو او نړیوالې ټولنې تر منځ د اغېزمن تعامل نشتوالی د دې لامل شوی چې طالبان په نړیواله انزوا کې پاتې شی او حکومت یې په رسمیت ونه پېژندل شی.