د داعش خراسان څانګې د پنجشنبې په شپه د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د «سید پادشاه په زیارت» کې د صوفیانو په عبادتځاى د برید مسوولیت پر غاړه واخيست. دغه خونړى برید د لسو صوفیانو چې پرعبادت بوخت وو، ژوند واخیست.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد اعلان کړى، چې د دې بريد په تړاو يې دوه تنه نيولي دي.
هغه وويل: «طالبان دغه قضيه تعقيبوي، څو د دغې پېښې عاملين وپېژني او د قانون منګولو ته يې وسپاري. ټولې هڅې روانې دي.»
اروپايي ټولنې د دغه بريد په غندلو سره له طالبانو وغوښتل چې د ټولنو د ساتنې او د دا ډول بريدونو د مخنيوي مسووليت پر غاړه واخلي.
په کابل کې د اروپايي ټولنې ماموریت په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«موږ په بغلان ولایت کې د عبادت پر مهال پر ملکي وګړو برید غندو. موږ د قربانیانو او د هغوی کورنیو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوو. ټولې ټولنې باید د تاوتریخوالي څخه مصٸوني او خوندي وي.»
د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د صوفیانو پر ضد مرګونې بریدونه
دا په افغانستان کې د طالبانو د بيا واک ته رسېدو له راهيسې د صوفيانو پر زیارتونو او عبادتځايونو پنځم وژونکی برید دی. تر دې مخکې هم په کابل، کندز او بلخ کې ورته بریدونه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې او د ۲۰۲۳ کال د مې تر ۳۰مې پورې د تصوف پر ضد څلور بریدونه ثبت شوي، چې په پایله کې یې ۱۰۳ تنه وژل شوي او ۲۲۸ ټپیان شوي دي.
د اهل تصوف پر عبادتځايونو او زیارتونو د وژونکو بریدونو احصایې:
● جمعه، د غويي ۲، ۱۴۰۱
د پېښې ځاى: د مولوی الکساندر خانقاه
وژل شوي: ۳۳
ټپیان: ۴۳
ولایت: د کندز امام صاحب ولسوالی
● جمعه، د غويي ۸، ۱۴۰۱
د پېښې ځای: د خلیفه صاحب خانقاه
وژل شوي: ۵۰
ټپیان: ۷۰
ولایت: د کابل شپږمه حوزه د علاءالدین درې سړکه
● چهارشنبه ۱۴۰۱ کال د زمري ٢٦
د پېښې ځای: صدیقيه جومات
وژل شوي: ۲۱
ټپیان: ۳۳
ولایت: د خیرخانې ۱۷ ناحیه، کابل
● د ١٤٠٣ کال دوهمه پنجشنبه
د پېښې ځای: د سید پادشاه اغا خانقاه
وژل شوي: ۱۰
ولایت: شهر کهنه، نهرین ولسوالۍ، بغلان
د افغانستان پر امنیت نیوکه
د طالبانو له ادعاوو سره سره چې داعش په افغانستان کې له منځه وړل شوی دی، دغه ډله د مرګونو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخلي. د سیمې هېوادونو او نړیوالې ټولنې هم په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د حضور او فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د سیاسي چارو کارپوه ثمر سادات په دې باور دی، چې طالبان د هېواد د امنیت په اداره کولو کې پاتې راغلي او وايي:«طالبان تل درواغ خپروي او دغه بریدونه پټوي. دا کړنې د حاکمې ډلې لخوا د داعش او نورو ترهګرو ډلو په همکارۍ ترسره کیږي.»
د کابل ښار يوه اوسېدونکي هم پر امنيتي وضعيت نيوکه وکړه او ويې ويل: «طالبان وايي چې امنيت دى، خو امنيت چېرته دى؟ چاودنې، ځانمرګي، قتلونه، وژنې او غلاوې هر ځای دي. طالبان ولې دا خبره ردوي؟»
د فرانسې خبري اژانس د لومړي ځل لپاره په دې اړه چې داعش د بغلان د برید پړه پر غاړه واخیسته، راپور ورکړ.