افغانستان

د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون غونډه د کال د ٣٠٠ ميلیارد ډالرو بودیجې په تخصیص سره پای ته ورسیده

د آزربایجان په پلازمېنه باکو کې د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه له موسمي بدلونونو څخه اغیزمنو هېوادونو سره د مرستې لپاره د ٣٠٠ ميلیارد ډالرو کلنۍ بودیجې د تخصیصولو پر هوکړې پای ته ورسېده.

د رویټرز په وینا، د غونډې په پای کې، چې د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۱) د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې د دوو اونیو لپاره پیل شوې وه موخه یې د راتلونکي کال د نړیوالې تودوخې د مخنیوي لپاره چې تر ټولو ګرم کال بلل کېږي د نړیوالې انګېزې هڅول وو. د غونډې ګډونوالو او مرسته کونکو د شنو خونو د ګازونو تولید له امله پر بډایه او صنعتي هیوادونو باندې نیوکې وکړې.

که څه هم د افغانستان لپاره ځانګړې بودیجه چې په نړۍ کې د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو زیانمنونکي هېواد دی، په دې تړون کې روښانه نه ده؛ خو تر دې مخکې د ملګرو ملتونو دوو چارواکو دغه خبري اژانس ته ویلي و، چې دغه سازمان هڅه کوي د افغانستان لپاره د اقلیمي مرستو د برابرولو لپاره لاره پرانیزي.

د اقلیم د بدلون په وړاندې د افغانستان زیانمننه

افغانستان د اقلیم د بدلون په وړاندې ډیر زیان منونکی دی. په په همدې حال کې، له ٢٠٢١کال او واک ته د طالبانو بېرته راستنیدو راهیسې، دې بوديجې ته د افغانستان لاسرسی ځنډول شوی دی.

د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ، افغانستان د نړۍ د شنو خونو ګازونو ۰.۱ سلنه تولیدوي؛ خو دا د اقلیم د بدلون لپاره ترټولو زیان منونکی هېواد دی.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو ته د لومړي ځل لپاره دغه ډول غونډې ته بلنه ورکړل شوې وه او په دې غونډه کې د طالبانو د چاپېريال ساتنې د ادارې د مشر مطيع الحق خالص په مشرۍ د دوى يوه پلاوي ګډون کړى و.

د دې تړون په اړه غبرګونونه

په همدې حال کې د هند د پلاوي استازې چاندني رینا د دغه تړون له لاسلیکولو وروسته وویل: «زه په خواشینۍ سره ووایم چې دغه سند له یوه بصري فریب څخه پرته بل څه نه دي. موږ د هغه ننګونې له امله چې موږ ټول ورسره مخ یو، د دې سند د تصویب مخالف یو.»

سيمون سټیل، د ملګرو ملتونو د اقلیم د څانګې مشر وویل چې دا هوکړه د خبرو اترو لپاره ستونزمنه وه او د هغو پایلو ته «د نړۍ د تودوخې په وړاندې يې د بشریت لپاره د بیمې پالیسۍ» په توګه هرکلی کوي.

خو رویټرز وايي چې دا پالیسي یوازې هغه وخت اغېزمنه ده چې د بیمې د نورو پالیسيو په څېر، د بيمې حق په بشپړ توګه او پر خپل وخت تادیه شي.

د بوديجې د ترلاسه کولو لپاره نوي وړاندیزونه

د رویټرز په وینا، د ملګرو ملتونو دوه ادارې وړاندیزونه چمتو کوي چې دوی تمه لري په ٢٠٢۴ کې يې وړاندې کړي. د دې وړاندیزونو موخه د نړیوال چاپیریال تاسیساتو څخه شاوخوا ١٩ ميلیون ډالرو ته چې د پارېس د اقلیم تړون یو له مالي میکانیزمونو څخه دی. لاسرسى دى.

په راپور کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان پلان لري چې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د څړځایونو، ځنګلونو او د اوبو د ډنډونو د مدیریت د ښه والي لپاره د ۱۰ میلیونو ډالرو غوښتنه وکړي. دا بودیجه په داسې ډول طرحه شوې چې هیڅ پیسې په مستقیم ډول د طالبانو چارواکو لاس ته نه ځي.

د دې راپور پر بنسټ، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام پلان لري چې د غیر منظمو موسمي نمونو په وړاندې د کلیوالي ټولنو د مقاومت پیاوړتیا لپاره ٨.٩ ميلیون ډالر چمتو کړي. دا اداره د راتلونکو پروژو لپاره د ٢٠ ميلیون ډالرو بودجې په لټه کې هم ده.

د طالبانو د لاسرسي مخنيوى

رویټرز راپور ورکړی چې د طالبانو د ادارې د نړیوال رسميت پېژندلو د نشتوالي له امله، د ملګرو ملتونو ادارې هڅه کوي چې پېچلي ترتیبات رامنځته کړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې اقلیمي بويجه د طالب چارواکو له لارې نه اداره کیږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام استازي اسټين روډيګرز وويل:«موږ د نړیوال چاپیریال اسانتیا (GEE)، د شنه اقلیم وجهي صندوق او د تطبیق فنډ په ګډون د اقلیم د مالي چارو له مهمو بنسټونو سره په خبرو اترو بوخت یو، ترڅو د واکمن چارواکو (طالبانو) له لاسرسىي پرته افغانستان ته بوديجه ولېږو.»

د عادي چلند پر خلاف چې ملي دولتونه له تمویلوونکو بنسټونو سره همکاري کوي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بنسټونه په مستقیمه توګه د دې پروژو د غوښتنې او پلي کولو مسٶليت ولري، ترڅو له طالبانو سره د تعامل په اړه د نړیوالو محدودیتونو اطاعت یقیني کړي.

د رویټرز د راپور له مخې، طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو له خوا د اقلیمي مرستو د آزادولو هڅو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د ملګرو ملتونو دغه اقدام د طالبانو د ادارې له خوا رامنځ ته شوي سیاسي او لوژستی پېچلتیاوو سره سره په افغانستان کې له مخ پر زیاتېدونکو اقلیمي ننګونو سره د مقابلې لپاره د دغه سازمان هوډ څرګندوي.