افغانستان

د بامیان ښار په مرکز کې د دوو خونړیو چاودنو څلورمه کاليزه

نن (یکشنبه، ليندۍ۴مه) د بامیان ښار په مرکز کې د دوو پرله پسې چاودنو څلورمه کالیزه ده، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۶۰ نور ټپیان شول.

د ۱۳۹۹ هجري لمریز کال د ليندۍ مياشت په ۴ مه مازديګر شاوخوا څلور بجې د بامیان ښار په بازار کې یوه هوټل ته څېرمه دوه چاودنې وشوې، چې له امله یې خلکو ته د ښځو او ماشومانو په ګډون درنه مرګ- ژوبله واړوله.ويل کېږي چې يوه ماين د سړک غاړې ويالې او بل په يوه کراچۍ کې ځاى پرځاى شوى و.

د چاودنې مسوولیت

د څلورو کلونو په تېرېدو لا هم د دغو چاودنو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى او نه هم طالبانو تر دې مهاله دا مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

د افغانستان په پخواني حکومت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین پر اېکس ټولنیزه شبکه د دغو چاودنو مسوول طالبان بللي وو.

د بامیان ولایت سیمه ییزو چارواکو هغه مهال ویلي وو، چې د دغو چاودنو شپږ عاملین یې نیولي او ځینو کسانو په لومړنیو څېړنو کې په دې پېښو کې په لاس لرلو اعتراف کړی دی.

هغه مهال د باميان پخواني والي سيد انور رحمتي ويلي و، چې د دوى د معلوماتو پر بنسټ په دغو چاودنو کې د سراج الدين حقاني په مشرۍ حقاني شبکې، چې اوس د طالبانو د کورنيو چارو وزير دى، لاس درلود.

د برید د قربانیانو لپاره عدالت غوښتنه

له دغو چاودنو څو ورځې وروسته د بامیان ولایت یو شمېر مدني فعالانو او اوسېدونکو د اعتراض خېمه ودروله. اعتراض کوونکو غوښتنه کوله چې ولې او څنګه په دغه ولایت کې چاودنې وشوې.

د دې اعتراضي خېمې يو تن تنظيموونکي اسماعيل ذکي رسنيو ته ويلي، چې د دغه اعتراضي خوځښت د پيلولو موخه دا ده، چې ځايي او مرکزي حکومت څخه حساب وغواړي، څو د باميانو خلکو ته د دې پېښې په تړاو واضح او د قناعت وړ ځواب ورکړي.

د اعتراضونو دا خېمه شاوخوا دیارلس ورځو لپاره دوام وکړ او بیا پای ته ورسېده.

غبرګونونه

په ورته وخت کې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ(ارګ) په یوه خبرپاڼه کې دغه برید وغانده او د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره یې خپله غمشریکي شریکه کړه او ویلي یې وو: «له بده مرغه طالبان او نورې ترهګرې ډلې په دې وروستیو کې په زیاتېدونکي ډول ملکي وګړي په نښه کوي. د هېواد په بېلابېلو برخو کې تاوتریخوالی عامه تاسیساتو ته زیان رسوي.»

د ولسمشر پخواني دویم مرستیال سرور دانش دغه برید په هېواد کې د تاوتریخوالي او وېرې د جغرافیې د پراخولو لپاره د «دښمنانو او ترهګرو ډلو» ناکامه هڅه وبلله.

نوموړي له دغو چاودنو وروسته د باميانو له سيمه ييزې ادارې او په تېر حکومت کې له امنيتي بنسټونو وغوښتل چې د دې پېښې عاملين وپېژني او خلکو ته يې معرفي کړي؛ خو له څلورو کلونو وروسته لا هم څرګنده نه ده چې د دې «ملکي وګړو د وژنې» مسوول څوک و او کومه ډله وه.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه چاودنه غندلې وه او هغه یې د افغانانو د سولې او امن پر ضد دسیسه بللې ده.