افغانستان

اروپايي ټولنه په بغلان کې د برید په غبرګون کې: ټولنې باید له تاوتریخوالي خوندي وي

اروپايي ټولنې د پنجشنبې په شپه (د ليندۍ په لومړۍ نېټه) د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د صوفیانو پر خانقا د برید په غبرګون کې ویلي چې «ټولنې باید له تاوتریخوالي مصٸونې او خوندي وي.»

په کابل کې د اروپايي ټولنې استازې پر اېکس لیکلي:«موږ په بغلان ولایت کې د عبادت پر مهال پر ملکي وګړو برید غندو. موږ د قربانیانو او د هغوی کورنیو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوو. ټولې ټولنې باید د تاوتریخوالي څخه مصٸونې او خوندي وي.»

د برید جزٸیات:

دا غبرګونونه په داسې حال کې دي، چې د پنجشنبې په ماښام (د ليندۍ لومړۍ) د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې پر یوه زیارت د وسله والو په برید کې ۱۰ تنه ووژل شول.

طالبانو دغه برید «مرموز» بللی او ویلي یې دي، چې دغه پېښه د دغه زیارت په خانقا کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه بريد قربانيان ټول د صوفيه طريقت غړي وو او په خانقاه کې په «عبادت» بوخت وو.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه دى اخيستى.

پر عبادت ځایونو بریدونه

د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې، په هېواد کې د طالبانو د بيا واک ته رسېدو راهیسې، پر دیني مرکزونو او زیارتونو لږ تر لږه پنځه بریدونه شوي دي.

غبرګونونه

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د دغه برید په غبرګون کې له طالبانو وغوښتل چې دغه پېښه په هر اړخیزه توګه وڅېړي.

یوناما له طالبانو همداراز غوښتي چې د دا ډول بریدونو د تکرار مخه ونیسي او د هېوادوالو ساتنه وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ هم دغه برید «خوشينوونکى» بللی او ټینګار یې کړی چې په هېواد کې مذهبي لږکۍ اوس هم له «جدي ګواښ» سره مخ دي.

ښاغلي بینټ پر ېکس په یوه پیغام کې لیکلي: «د افغانستان ټول خلک باید په آزاده توګه د عبادت حق ولري.»

هغه دغه راز په افغانستان کې د قربانيانو د مخنيوي، ساتنې او عدالت په تأمينولو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې په دې برخه کې بېړني اقدامات اړين دي.