نړۍ

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ: د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکه ۱۶ ورځنی کمپاین پیلوي

انځور له آرشیف

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې، چې مشري یې د ښځو د حقونو فعاله ترنم سعیدي کوي، د «نومبر ۲۵» د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې د رارسېدو په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې په هیواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د مخنیوي لپاره ۱۶ ورځنی کمپاین پیلوي.

د دغې شبکې په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ښځې له «له زیاتېدونکي تاوتریخوالي، ټولنیز ذلت او سیستماتیکي بې عدالتیو» سره مخ دي او د ښوونې او روزنې او د کار د حق په ګډون له ډېرو اساسي حقونو څخه بې برخې دي او د دوی ټولنیزې آزادۍ «سختې» محدودې دي شوې دي.

له بلې خوا دغه حرکت زیاتوي چې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ سره د ښځو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی زیات شوی او له قانوني او ټولنیز ملاتړ پرته خپل امنیت نشي ساتلى. همدارنګه د ځوانو ښځو او نجونو د ځان وژنې کچه هم په چټکۍ سره لوړه شوې ده.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې دا کمپاین کولای شي د هېواد د ښځو د غږ په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي او نړیوالو ته به دا پیغام ورسوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت سمدستي پاملرنې او اقدام ته اړتیا لري.

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکه وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د جدي ننګونو سره د مقابلې لپاره باید نړیوال پوهاوی زیات شي، د ټولنیزو فعالانو ملاتړ زیات شي، پر طالبانو فشار راوړل شي چې د ښځو حقونه وپېژني، تعلیمي او ملاتړي پروګرامونه باید پراختیا ومومي.

د دې شبکې په وینا، د نړیوالې همکارۍ او سیمه ایز پیوستون سره، د «افغان مېرمنو او نجونو لپاره د روښانه راتلونکي» هیله بېرته راژوندۍ کېدای شي.

د يادونې وړ ده، چې دغه ۱۶ ورځنى کمپاين به د نومبر له ۲۵مې د ډسمبر تر ۱۰مې (د بشري حقونو تر نړيوالې ورځې) پورې دوام وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر په ۱۷ نېټه د نومبر ۲۵ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په توګه تصویب کړه. د دې ورځې موخه دا ده چې په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې لپاره د هوډ په ګوته کول دي.