افغانستان

په فارياب کې د دوو ترافيکي پېښو له امله پنځه تنو ژوند له لاسه ورکړ

انځور له آرشيف

په فاریاب ولایت کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۵ تنه مړه او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

په فارياب کې د طالبانو تر ادارې لاندې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، چې يوه پېښه د ميمنې-جوزجان پر لويه لاره او بله د دغه ولايت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د طالبانو په وینا، دا پېښه پرون (جمعه، د ليندۍ۲مه) رامنځته شوې او په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د آمو ټلوېزيون د راټولو شويو شمېرو پر بنسټ، په تېرو درېيو مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په بېلابېلو ترافيکي پېښو کې د دغو پنځو کسانو په ګډون تر ٢٠ ډېر کسان مړه شوي او تر ٣٠٠ ډېر نور ټپيان شوي دي.

دغه شمېرې په هېواد کې د ترافيکي پېښو په کچه کې بې ساري زياتوالى ښيي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ترافيکو رياست مسوولينو تر دې وړاندې ويلي وو، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د موټرونو د تېز سرعت له امله رامنځته شوې دي.