افغانستان

ملګري ملتونه: د ښځو پر کار محدودیتونو ۶۰۰ زره کسان له مرستو بې برخې کړي

انځور له آرشيف

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېسيون وايي، د ښځو پر کار د طالبانو محدودیتونه او د اداري چارو پېچلتیا د دې لامل شوې چې د اکتوبر په میاشت کې ۶۰۰ زره کسان له مرستو بې برخې شي.

دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې دغه کسان اوس له «ضروري» ملاتړ پرته د ژمي په موسم کې قرار لري.

له بلې خوا، دغه سازمان وايي چې د ۳۴ ميلیون ډالرو بېړنۍ بوديجې له کمښت سره مخ دی او زیاتوي چې دا مرستې په راتلونکي ژمي کې د سختو خطرونو د مخنیوي لپاره مهمې دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېسيون وايي چې په روانه میاشت کې یې په هېواد کې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو زرګونو خلکو سره يې د بېړنۍ سرپناه او د حفظ الصحې کټونو په څېر مرستې هم کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د سره صلیب نړیوال فدراسیون په یوه راپور کې ویلي وو، چې سږ کال په افغانستان کې ۲۳،۷ میلیونه خلک «بېړنيو» بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې په هېواد کې بشري بحران پېچلی شوی او افغانستان له اوږدمهاله بحرانونو سره مخ دی.

د سره صليب نړيوال فدراسيون طبيعي پېښې، د اقليمي بدلون زياتېدونکي اغېزې، د خلکو داخلي بې ځايه کېدل، اقتصادي ننګونې، د خوراکي توکو نا خونديتوب او د روغتيا په برخه کې ننګونې په هېواد کې د بشري بحرانونو اصلي عواملو په توګه ياد کړي دي.