افغانستان

متيو مېلر: په افغانستان کې بشري حقونه د بایډن د ادارې د پالیسیو په لومړيتوبونو کې و

متیو مېلر، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت وياند ميتو مېلر د يوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د افغانستان د بشري حقونو مسئلې ته په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د زده کړې حق ته پام نه کول یو له هغو څو لاملونو څخه وي چې جوبایډن په سپینه ماڼۍ کې پاتې نه شي، وويل د بشري حقونه مسٸله له پیل راهيسې د بایډن د ادارې د پالیسیو له لومړيتوبونو څخه وه.

د بشري حقونو د ځینو فعالانو په وینا د امریکا د وتلو یوه پایله «په افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ» دی.

مېلر په ځواب کې وویل:« زما لپاره مناسبه نه ده چې دلته په دې اړه وغږېږم؛ خو موږ د دې ادارې (بایډن اداره) له لومړۍ ورځې راهیسې بشري حقونه زموږ د پالیسۍ لومړیتوب ګرځولی او دې ته به دوام ورکوو.»

په همدې حال کې مېلر په افغانستان کې د امریکا له خوا د پاتې شویو پوځي بنسټونو او وسلو په تړاو د اسلام آباد د اندېښنو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، واشنګټن به د پاکستان ترڅنګ ولاړ وي.

هغه وویل:«زه به په راتلونکو دوو میاشتو کې د کوم اقدام په اړه خبرې ونه کړم، خو لکه څنګه چې تاسو په تېرو وختونو کې له ما اورېدلي دي، موږ دوام ورکوو – موږ ژمن یو چې د خپل وخت هره ورځ په کار واچوو ترڅو ټول هغه مهم لومړیتوبونه پرمخ یوسو چې ولسمشر ټاکلي دي. پاکستان اوس هم مهم دی، د متحده ایالاتو یو مهم ملګری دی او موږ تمه لرو چې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به دوام وکړي.»

د پاکستان د وروستیو ناامنیو په غبرګون کې د ملي امنیت پخواني مشر ضیا سراج پر اېکس لیکلي چې دا پېښې د اسلام اباد د ترهګرۍ د ترویج پایله ده.

هغه خبرداری ورکړ چې تحقیقاتو ښودلې چې فعالې ترهګرې ډلې به ډیر ژر د استقرار پړاو څخه د يرغل پړاو ته لاړې شي.

ښاغلي سراج وویل، «پاکستان ته د ترهګرۍ د ودې او د سیاسي موخو لپاره د یوې ستراتیژیکې وسلې په توګه د کارولو د پایلو په اړه څو ځلې خبرداری ورکړل شوی، چې ټول له پامه غورځول شوي دي؛ تر څو چې د ترهګرۍ د قوماندې او کنټرول مرکز په افغانستان کې وي، د پاکستان په ګډون سیمه باید د بل څه تمه ونه لري. د دوی لاسته راوړنو ته په پام سره، دواړه عملونه او پیغامونه دا په ګوته کوي چې ترهګرې ډلې به ډیر ژر د ځای پرځای کولو له مرحلې څخه د برید مرحلې ته لاړ شي.»

طالبانو په وار وار د پاکستان په ناامنیو کې د لاس لرلو په اړه د اسلام آباد تورونه «بې بنسټه» بللي او ویلي یې دي چې ناامني د پاکستان کورنۍ مسٸله ده.

یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې طالبان د پاکستان پر وړاندې هغه پالیسي تعقیبوي چې اسلام آباد له کلونو راهیسې د پخواني افغان حکومت پر وړاندې تعقیبوله.