د دیموکراتیک عمل ګوند مشر او د مالیزیا د پارلمان غړي لیم ګوان اینګ د دغه هېواد د پوهنې له وزیرې غوښتي چې له طالب چارواکو سره د خپلې وروستۍ ناستې په اړه وضاحت ورکړي. هغه په دې غونډه کې د روڼتیا د نشتوالي او د بشري حقونو لپاره د هغې د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
لیم د دغه هېواد په پارلمان کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې هغه یوازې د یوې رسنۍ له لارې د غونډې په اړه پوهېدلى او حتی د پوهنې مرستیال وزیر وونګ کاه ووه هم له دې خبر نه و.
لیم ټینګار وکړ: «د خلکو د استازي او د بشری حقونو په تېره بیا د ښځو د زده کړو د حقونو د ملاتړي په توګه، غواړم پوه شم، چې د پوهنې وزارت ولې د یوه هېواد چارواکو ته چې له مالیزیا سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لری، د لیدنې اجازه ورکړه.»
هغه زیاته کړه: «افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښځې پکې ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګ څخه منع شوې دي. ملګرو ملتونو دغه کړنې د جنسیتي تبعيض په توګه بللې او غندلې یې دى. «مالیزیا خلک د دې لیدنې په اړه د توضیحاتو مستحق دي ځکه چې دا موضوع ژوره اندېښمنوونکې ده.»
د پوهنې د وزيرې له خوا د دغې ليدنې تاييدېدل
د مالیزیا د پوهنې وزیرې فادلینا سیدک هم وړاندې د دې غونډې پخلی کړى و او ویلي يې و چې د دغې غونډې موخه د زده کړو په اړه د نظرونو تبادله وه.
په همدې حال کې، لیم د داسې حکومت له استازو سره د داسې غونډې په اړه شک څرګند کړ چې د ښځو حقونه یې سخت محدود کړي دي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ د ولسي جرګې د پوښتنو او ځوابونو په غونډه کې په دې اړه د پوهنې له وزیرې د وضاحت غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړه: «د یوې ښځې او د پوهنې د وزیرې په توګه، زه له فدلینا څخه هیله لرم چې د دې موضوع په اړه خپلې اندېښنې ولري.»
دغه ليدنه د بشري حقونو د فعالانو له سختو نیوکو سره مخ شوې او د طالبانو د ادارې په اړه يې د مالیزیا د دریځ په تړاو پوښتنې راپورته کړي، چې د جنسیتي تبعیض پالیسي له امله د نړیوالې غندنې سره مخ ده.
يادولو وړ ده، چې د طالبانو پلاوی د طالبانو د پوهنې وزارت د عمومي رئیس شهاب الدین ثاقب په مشرۍ لېږل شوى و.