نړۍ

د غزې پر شمال د اسراٸیلو په هوايي بریدونو کې ۵۷ تنه وژل شوي

فلسطیني رسنیو خبر ورکړی، چې اسرائیلي پوځ د غزې په شمالي سیمو کې د استوګنې پر سیمو هوايي بریدونه زیات کړي، چې لږ تر لږه پنځه کورونه يې په نښه کړي، چې په پایله کې یې ۵۷ تنه وژل شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت تر اوسه رسمي احصایې نه دي خپرې کړي. اسراٸیلو هم د قربانیانو د شمېر د «زيات ښودلو» په اړه د حماس ادعاوې رد کړې دي.

د فلسطین روغتيايي چارواکي وايي، د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او ډېر قربانیان تر خاورو لاندې بند پاتې دي.

د غزې د شمالي سیمو اوسېدونکو ویلي، چې دا بریدونه له خبرتیا پرته ترسره شوي دي.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، په وروستیو بریدونو کې د کورونه، ښوونځي، روغتونونه او آن د بشردوستانه مرستو لپاره ټاکل شوي سيمې هم بمبار شوې دي.

ملګرو ملتونو او فلسطیني چارواکو په وار وار ټینګار سره ويلي چې په غزه کې هیڅ ځای خوندي نه دی.

اسرائیلي پوځ د غزې په شمال کې د درېیو لویو ښارونو محاصره کولو او د دغو سیمو د اوسېدونکو د ویستلو هڅو ته دوام ورکړى دى.

د غزې چارواکو اعلان کړی چې د بریدونو له پیله تر اوسه شاوخوا ۴۴ زره کسان وژل شوي او د دې سیمې نږدې ټول نفوس لږ تر لږه یو ځل بې ځایه شوي دي.