نړۍ

په کییف کې د متحده ایالاتو سفارت بېرته پرانستل شو

په کییف کې د امریکا سفارت، چې د یوه لوی هوايي برید د ګواښ له امله تړل شوی و، پرون(چهارشنبه) ناوخته بېرته پرانیستل شو.

دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې اوکراین پر روسیې د پرمختللو «سټورم شيډو» توغندیو په کارولو پر رسيې برید وکړ چې د هغه هېواد له توند غبرګون سره مخ شو.

روسیې دغه برید «د جګړې شدت» بللى دى.

له بلې خوا په اوکراين کې د امريکا سفير برېجټ برينک پر اېکس شبکه اعلان کړى چې د سفارت خدمات بيا پيل شوي او له امريکايي اتباعو يې غوښتي چې هوښيار پاتې شي او د اوکرايني چارواکو خبرداريو ته پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید په وړاندې د احتیاط په توګه د سفارت د موقتي تړلو اعلان وکړ، خو ټینګار یې وکړ چې د پنجشنبې په ورځ به خپل فعالیتونه په عادي ډول بیا پیل کړي.

په همدې حال کې د اېټاليا، هسپانیې او یونان سفارتونه هم د ورته دلایلو له مخې تړل شوي، خو د فرانسې سفارت فعال پاتې دی او له خپلو اتباعو یې غوښتي چې ګواښونه جدي ونیسي.