دجرمني د بهرنیو چارو وزارت د یوه جرمني – ایراني وګړي د اعدامېدو په تړاو د ایران او آلمان تر منځ د کړکېچ له رامنځ ته کېدو وروسته، د آلمان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړى چې په هامبورګ، مونیخ او فرانکفورت کې د ایران کونسلګرۍ د روانې اونۍ له پیل راهیسې په رسمي ډول تړل شوي دي.
په داسې حال کې چې د ایران کونسلګرۍ تړلې دي، په برلین کې د ایران سفارت خپل فعالیت ته دوام ورکوي او په جرمني کې مېشتو درې زره ایرانیانو ته کونسلي خدمات وړاندې کوي.
دا اقدام د جرمني او ایران د دوه ګوني تابعیت لرونکي جمشید شارمهد د اعدام په غبرګون کې شوی، چې درې اونۍ وړاندې په ایران کې ترسره شو.
جرمني د شارمهد تر اعدام وروسته په دغه هېواد کې د ایران ټولې کونسلګرۍ وتړلې، چې په یوه جنجالي محاکمه کې د ترهګرۍ په تور په اعدام محکوم شوی و.