د اوکراین په جګړه کې د کړکېچ له زیاتېدو وروسته دغه هېواد د چهارشنبې په ورځ د روسیې پر خاوره د برتانیې «سټورم شيډو» کروز توغندي وتوغول.
د رویټرز په وینا، د دې بریدونو په دوام، چې د امریکا د توغنديو یوه ورځ وروسته وویشتل شول، روسي چارواکو ویلي چې دا ډول کړنې به د جګړې د زیاتوالي لامل شي.
اوکراین دا بریدونه د «خپل ځان د دفاع یو اړین اقدام» بللی ترڅو د روسیې د بریدونو ملاتړي اډې په نښه کړي.
په همدې حال کې د اوکراین په شمال ختیځ پوله کې د کورسک په سیمه کې څو چاودنې شوې دي او په خپرو شویو ویډیوګانو کې د راکټونو غږونه او تور لوګي په واضيح ډول لیدل او اورېدل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا او برېټانيا پرون (چهارشنبه د لړم ۳۰مه) اعلان وکړ چې په کییف کې یې د هوايي بریدونو د ګواښ له امله په موقت ډول خپل سفارتونه تړلي دي.
له بلې خوا پنټاګون له اوکراین سره د ۲۷۵ ميلیون ډالرو نوې پوځي مرستې اعلان کړی چې په کې د توغندیو د وسلو نوي مهمات هم شامل دي.
په ورته وخت کې د بایډن په مشرۍ د امريكا حکومت اوکراین ته د خپلو پورونو ۴،۷ میلیارده ډالره معاف کړي دي.
د دغه خبری آژانس د خبر له مخې؛ د پوځی چارو یو شمیر کارپوهان په دې باور دی، چې د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو کارول کېدای شی په جګړه کې قطعی اغیز ونه لری؛ خو کولی شي په کورسک کې د سیمو د کنټرول لپاره په جګړه کې د اوکراین د دریځ پیاوړي کولو کې مرسته وکړي.
په داسې حال کې چې کړکېچونه ډېر شوي، د اوکراين پوځي استخباراتي ادارې په ټول هېواد کې د لويو توغنديو او ډرون بريدونو د ګواښ راپورونه جعلي بللي او اعلان يې کړى، چې روسيه هڅه کوي د دې افواهاتو په خپرولو سره په اوکرايني ټولنه کې وېره او رواني فشار خپرو کړي.
د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکین د دې بریدونو په غبرګون کې اعلان وکړ چې مسکو به د ناټو هغو هېوادونو ته ځواب ورکړي چې اوکراین ته اجازه ورکوي چې د روسیې پر ضد د اوږده واټن ویشتونکي توغندي وکاروي.