Uncategorized @ps

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: امریکا او پاکستان له افغانستانه د ګواښونو د مخنيوي لپاره هڅې کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان له خاروې د پاکستان د امنیتي اندېښنو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب ویلي دي چې واشنګټن او اسلام آباد د دغو «ګواښونو» د «پېژندلو او مقابلې لپاره« د پوځي او ملکي ظرفیتونو په پياوړي کولو» بوخت دي.

که څه هم طالبانو په پرله پسې ډول د پاکستان دغه اندېښنې «بې بنسټه» بللې دي؛ خو د اسلام آباد اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوي، چې په دې وروستیو کې پاکستان د ډیورنډ (فرضي)کرښې ته څېرمه او افغانستان سره پر پوله لرې پرتو سیمو کې د چاودنو شاهد دی او په یوه بله پېښه کې د «بنو» په سیمه کې ۷ پاکستاني پوځیان هم وتښتول شوي دي.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې ویلي چې د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې به «هر اړخيزه پوځي عملیات» پیل کړي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ګواکې دا پېښې د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې ریښې لري، ويلي چې د پاکستان له حکومت سره په لوړه کچه کار کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په یوه تازه خبري کنفرانس کې وویل:«موږ له همدې امله د پاکستان له حکومت سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه د منظمو لوړ پوړو خبرو اترو او کاري سطحې مصروفیتونو په ګډون چې هدف یې د کشف او پېژندلو لپاره د ملکي او نظامي وړتیا لوړول دي، او له دې ډول ګواښونو سره مبارزې لپاره رامنځته شوې ده؛ خپلې مهمې دوه اړخیزې ملګرتیا ته دوام ورکوو.»

که څه هم په تېرو درېیو کلونو کې پاکستان د دغه هېواد د ناامنیو پړه پر طالبانو اچولې ده؛ خو طالبانو په پرله پسې ډول د اسلام آباد تورونه «بې بنسټه» بللي دي.

په تازه قضیه کې، پرون (سه شنبه، لړم ۲۹) یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې اسلام آباد له چینايي چارواکو سره ځینې داسې اسناد شریک کړي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي حضور ښيي.

بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونه چې د ډیورنډ (فرضي)کرښې ته څېرمه پراته دي او د افغانستان ناامنه سیمې بلل کېږي. په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت ویلي چې په دغو سیمو کې به هر اړخیز «پوځي عملیات» پیل کړي.

د پاکستان د حکومت پر اېکس ليکلي: «د لومړي وزیر محمد شهباز شریف په مشرۍ د ملي اقدام پلان د عالي کمېټې په غونډه کې د ترهګرو پر ضد چې په بلوچستان کې فعالې دي د هر اړخیزو پوځي عملیاتو پر پیل هوکړه وشوه.»

له دې مخکې هم د افغانستان د پخواني حکومت ځینو چارواکو په کراتو ویلي چې د پاکستان دغه دوه ایالتونه له دوو لسیزو راهیسې د ترهګرو ډلو پټنځایونه دي او د افغانستان د امنیت پر ضد لسګونه ترهګریز عملیات او بریدونه له همدې سیمو څخه پلان او تر سره شوي دي.

د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د مرغومي په ۱۱مه، د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ په يو ډول وويل چې پاکستان «ترهګرو ته خوندي پټنځایونه ورکوي».

هغه، هغه وخت پر اېکس لیکلي و: «امریکا په تېرو ۱۵ احمقانه کلونو کې پاکستان ته له ۳۳ ميلیارد ډالرو زیاتې مرستې کړې، او دوی موږ ته له درواغو او فریب پرته بل څه نه دي راکړي او دوی فکر کوي چې زموږ مشران احمقان دي. دوی د هغو ترهګرو لپاره خوندي ځای برابروي چې موږ یې په لږې مرستې په افغانستان کې لټوو. نور نه!»

هغه تورونه چې پاکستان په پرله پسې ډول رد کړي او اوس له چین او امریکا څخه هم دوه قدرتونه چې د افغانستان په مسله کې نفوذ لري، د پاکستان د امنیتي مسئلې د حل غوښتنه کوي.

په همدې حال کې طالبان د پاکستان ناامني او امنیتي اندېښنې د دغه هېواد داخلي مسٸله ګڼي.