رویټرز د ملګرو ملتونو د دوو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دغه سازمان هڅه کوي د افغانستان لپاره د اقلیمي مرستو د برابرولو لپاره لاره پرانیزي. یو داسې هیواد چې د اقلیم د بدلون په وړاندې خورا زیان منونکی دی؛ خو واک ته د طالبانو بېرته راستنېدو راهیسې دغو مرستو ته د لاسرسي څخه منع شوی دی.
افغانستان چې له سختې وچکالۍ او مرګوني سېلابونو سره لاس او ګریوان دی، د سیاسي او اداري خنډونو له امله د ملګرو ملتونو اقلیمي مرستو ته لاسرسی نه لري.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو ادارې اوس د هغو پروژو تمویل لپاره چې موخه یې د هېواد د اقلیم مقاومت پیاوړي کول دي، کار کوي. که دا هڅې بریالۍ شي، دا به په درېیو کلونو کې د اقلیمي بدلون لومړنۍ بودجه وي چې افغانستان ته لېږل کېږي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د سازمان مشر ډیک ټریچارد رویټرز ته وویل: «په افغانستان کې هیڅوک د اقلیم له بدلون څخه انکار نه کوي. تاسو د اقلیم د بدلون اغېزې او د هغې د چاپیریال پایلې هرچیرې چې ځٸ کتلى شٸ.»
د بوديجې د ترلاسه کولو لپاره نوي وړاندیزونه
د رویټرز په وینا، د ملګرو ملتونو دوه ادارې وړاندیزونه چمتو کوي چې دوی تمه لري په ٢٠٢۴ کې يې وړاندې کړي. د دې وړاندیزونو موخه د نړیوال چاپیریال تاسیساتو څخه شاوخوا ١٩ ميلیون ډالرو ته چې د پارېس د اقلیم تړون یو له مالي میکانیزمونو څخه دی. لاسرسى دى.
په راپور کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان پلان لري چې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د څړځایونو، ځنګلونو او د اوبو د ډنډونو د مدیریت د ښه والي لپاره د ۱۰ میلیونو ډالرو غوښتنه وکړي. دا بودیجه په داسې ډول طرحه شوې چې هیڅ پیسې په مستقیم ډول د طالبانو چارواکو لاس ته نه ځي.
د دې راپور پر بنسټ، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام پلان لري چې د غیر منظمو موسمي نمونو په وړاندې د کلیوالي ټولنو د مقاومت پیاوړتیا لپاره ٨.٩ ميلیون ډالر چمتو کړي. دا اداره د راتلونکو پروژو لپاره د ٢٠ ميلیون ډالرو بودجې په لټه کې هم ده.
د طالبانو د لاسرسي مخنيوى
رویټرز راپور ورکړی چې د طالبانو د ادارې د نړیوال رسميت پېژندلو د نشتوالي له امله، د ملګرو ملتونو ادارې هڅه کوي چې پېچلي ترتیبات رامنځته کړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې اقلیمي بويجه د طالب چارواکو له لارې نه اداره کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام استازي اسټين روډيګرز وويل:«موږ د نړیوال چاپیریال اسانتیا (GEE)، د شنه اقلیم وجهي صندوق او د تطبیق فنډ په ګډون د اقلیم د مالي چارو له مهمو بنسټونو سره په خبرو اترو بوخت یو، ترڅو د واکمن چارواکو (طالبانو) له لاسرسىي پرته افغانستان ته بوديجه ولېږو.»
د عادي چلند پر خلاف چې ملي دولتونه له تمویلوونکو بنسټونو سره همکاري کوي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بنسټونه په مستقیمه توګه د دې پروژو د غوښتنې او پلي کولو مسٶليت ولري، ترڅو له طالبانو سره د تعامل په اړه د نړیوالو محدودیتونو اطاعت یقیني کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو له خوا د اقلیمي مرستو د آزادولو هڅو ته غبرګون نه دی ښودلی.
د ملګرو ملتونو دغه اقدام د طالبانو د ادارې له خوا رامنځ ته شوي سیاسي او لوژستی پېچلتیاوو سره سره په افغانستان کې له مخ پر زیاتېدونکو اقلیمي ننګونو سره د مقابلې لپاره د دغه سازمان هوډ څرګندوي.