د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د خپلو فعالیتونو یوه لویه برخه د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې ته سپارلې ده.
دا پرېکړه د ۲۰۲۳ کال د جولای په ۱۱ (۲۰ زمري ۱۴۰۲) د طالبانو له لارښوونې وروسته وشوه، چې په افغانستان کې یې د سویډن اړوند د ټولو فعالیتونو د بندولو غوښتنه کړې وه.
دا حکم وروسته له هغه صادر شو چې په سویډن کې د قران کریم یوه نسخه وسوځول شوه. یو عمل چې د سویډن کمېټې په عامه توګه وغندل او په هغه کې يې شاملېدل رد کړي و.
د لیږدول شوي پروګرامونه
د سویډن کمېټې د خبرپاڼې له مخې، د ناروې کمېټه اوس د معلولیت لرونکو خلکو لپاره د پروګرامونو د پلي کولو او د قابلو د روزنې او ملاتړ مسولیت لري.
دغه راز د سويډن کمېټې پخواني کلينيکونه او روغتونونه نورو ادارو ته سپارل شوي او د دغې کمېټې تعليمي چارې د پوهنې سيمه ييزو رياستونو ته سپارل شوې دي.
دوامدار ملاتړ
د سویډن کمېټې ټینګار کړی چې دوی به د ناروې کمېټې سره د هغه پروګرامونو تمویل کې مرسته وکړي چې دوی په لاره اچولي دي. دغه سازمان ویلي دي چې هڅه کوي د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره نوې لارې چارې ومومي.
د سویډن کمېټې په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «په سویډن کې زموږ فعالیتونه د خپلو غړو، بسپنه ورکوونکو او د ارتباطاتو او مدافعې هڅو له لارې د افغانستان د خلکو لپاره د عامه او سیاسي ملاتړ د پیاوړتیا لپاره دوام لري.»
د طالبانو له حکم سره سم د فعالیتونو ځنډول
د ۲۰۲۳ کال په جولای میاشت کې طالبانو په ستاکهولم کې د یوه اعتراض په ترڅ کې د قران کریم د سپکاوي په غبرګون کې په افغانستان کې د سویډن کمېټې ټول فعالیتونه وځنډول.
طالبانو په دغه حکم کې له سویډن څخه غوښتي چې دغه ځنډ په رسمیت وپېژني او د «قرآن او د اسلام دین ته د سپکاوي» له امله رسمي بښنه وغواړي.
د دې حکم په تعقیب، د سویډن کمېټې خپل ځینې فعالیتونه په موقتي توګه وځنډول ترڅو اړین تاييد ترلاسه کړي او خپلو مهمو خدماتو ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د سویډن د کمېټې لاسته راوړنې
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له کلونو راهيسې د خپلو فعالیت په ترڅ کې د پوهنې او روغتیا په برخه کې پراخ خدمتونه وړاندې کړي دي. تېر کال په وردګو او نورستان ولایتونو کې د دې کمېټې کلینیکونو شاوخوا ۲،۵ میلیونه ناروغان ثبت کړل. د دې تعلیمي پروګرامونو له ١٣٣ زرو څخه ډیر ماشومان برخمن شوي.
دې موسسې تر اوسه څه باندې ۲۰ زره معلولینو ته اړین خدمتونه وړاندې کړي او په ۱۸ ولایتونو کې یې تر ۸۰۰۰ زیات افغانان په دندو ګمارلي دي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په اړه
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه په ١٩٨٠ کې تاسیس شوې او د یوې غیر دولتي موسسې په توګه کار کوي چې د افغانانو د خپلواکۍ د حق ملاتړ کوي.
دغې کمېټې د بېلابېلو مرستندویانو په مالي ملاتړ د افغانستان د ټولنیز وضعیت په ښه کولو کې دوامداره رول لوبولی دی.