د ماشومانو د نړیوالې ورځې سره هم مهاله اروپايي ټولنې له افغان ماشومانو سره د پوهنې، روغتیا او خونديتوب په برخو کې پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې پر اېکس خپره شوې، د هېواد د ځوان نسل د ساتنې پر اهمیت ټینګار کړی او ماشومان یې د«افغانستان راتلونکی» ياد کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «اروپايي ټولنه د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ماشومانو او میندو تر څنګ ولاړه ده.»
په ياده خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ژور بشري ناورین په ترڅ کې د زیان منونکو ډلو په اړه د اروپایي اتحادیې په دوامداره تمرکز ټینګار شوى دى.
د اروپايي ټولنې دوامداره ملاتړ
اروپايي ټولنې د طالبانو د سختو تګلارو په ځانګړي ډول د پوهنې او د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې له محدودیتونو سره سره له افغان ماشومانو سره د بېلابېلو پروګرامونو له لارې مرسته کړې ده.
د ماشومانو نړیواله ورځ هر کال د نومبر په شلمه نمانځل کیږي، چې په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د هوساینې او حقونو اهمیت په ګوته کوي.
د اروپايي ټولنې دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغان ماشومان د زده کړو او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې د سختو محدودیتونو په ګډون له زیاتو ستونزو سره مخ دي. دا ننګونې د هېواد د نازکو اقتصادي او ټولنیزو شرایطو له امله زیاتې شوي دي.