نړۍ

د لبنان پوځ د حزب الله د نیولو او مهار توان نه لري

رویټرز د سرچینو په حواله راپور ورکړی، په داسې حال کې چې د اوربند لپاره د هڅو په جریان کې د لبنان د پوځ رول روښانه شوی، چې تمه کیږي د لبنان جنوبي برخه د حزب الله له وسلوااو څخه پاکه وساتي. خو دا پوځ د حزب الله سره د مقابلې لېوالتيا او توان نه لري.

د لبنان د پوځ سرچینو دغه خبری اژانس ته وویل: «په داسې حال کې چې د لبنان پوځ به د هرډول اوربند له هوکړې وروسته په زرګونو پوځیان جنوب ته ولېږي. خو د دې کار د ترسره کولو لپاره هغه د حزب الله اشاره ته اړتیا لري تر څو د یوې داسې شخړې مخه ونیسي چې د داخلي شخړو لامل نه شي.

د دغه راپور له مخې حزب الله چې د ایران له ملاتړه برخمنه ډله بلل کیږی، که څه هم د اسرائیلو له حملې سره کمزورې شوې ده؛ خو د اوږدې مودې لپاره، د لبنان د وسله والو ځواکونو په پرتله په نظامي توګه پیاوړې ده.

د لبنان یو متقاعد عسکر حسن جوني رویټرز ته ويلي: «د لبنان پوځ په یوه نازک او ستونزمن حالت کې دی. دوى نشي کولی د نورو هیوادونو د اردو په څیر عادي ماموریتونه ترسره کړي؛ ځکه چې په هیواد کې د نیمه رسمي پوځي حیثیت د مقاومت ځواک په توګه یو بل نظامي ځواک شتون لري.

د لبنان یوه لوړ پوړي چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوی تیره اوونۍ ويلي چې د لبنان حکومت او حزب الله دواړو د امریکا د اوربند له وړاندیز سره هوکړه کړې ده. په داسې حال کې چې لبنان لا هم د دې مسودې په اړه «شرطونه» لري.

د یادولو وړ ده چې د لبنان په حکومت باندې د حزب الله د وسلو او نفوذ له امله د هر ډول اوربند د عملي کېدو لپاره د حزب الله تاييد ته اړتیا ده.

یو بل لبناني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي: «دا چې په کره ډول به په جنوب کې پوځ څنګه ځای په ځای شي لاهم خبرې روانې دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې دوو لوېدیځو دیپلوماتانو او د امریکا پوځ ته نږدې یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، چې امریکا غواړي د لبنان پوځ مستقیما له حزب الله سره مقابله وکړي او دغه نظر یې د دغه هېواد له چارواکو سره شریک کړی دی.

خو دغو سرچینو زیاته کړه چې د حزب الله پوځي ځواک، د لبنان په کابینه او پارلمان کې د هغې ونډه او د پوځ د ځواکونو تناسب چې شیعه مسلمانان دي، په دې معنا چې دا ډول اقدام به د داخلي شخړو له خطر سره مخامخ شي.

له دغه ډیپلوماتو يوه ويلې چې د «حزب الله د وسلو په لټه کې په کورونو باندې د پوځ بریدونه» به په هیواد کې د کورنۍ جګړې لامل شي، او زیاته یې کړه چې د لبنان اردو کولی شي د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو سره په مستقیمه توګه همکاري وکړي.