افغانستان

 طالبانو د نوي قانون له توشیح ورسته په ۹ ولایتونو کې  ۳۸ کسان نیولي دي 

عکس از محتسبان امر به معروف طالبان

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت شمېرې ښيي چې د طالبانو له خوا د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون له نافذېدو  وروسته په لومړیو درېیو میاشتو کې د دغه وزارت محتسبینو په ۹ ولایتونو کې د ۷ ښځو په ګډون ۳۸ کسان په بېلابېلو جرمونو نیولي دي.

ډېری دغه کسان د جادو او اخلاقي فساد په تور نیول شوي دي.

خو ښځې او نجونې وايي، چې د طالبانو د دغه قانون له پلي کېدو سره د دوی ژوند له لا ډېرو محدودیتونو سره مخ شوی دی.

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون چې  یوه سریزه، ۴ فصلونه او ۳۵ مادې لري طالبانو د مشر  له خوا ۹۰ ورځې وړاندې توشیح شو .

په دغه قانون کې پرهېوادوالو او په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو ډېر سخت بندیزونه او محدودیتونه لګول شوي، تر هغه ځایه چې حتی د ښځو غږ هم محرم بلل شوی دی.

د هغو شمېرو پر بنسټ چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت څخه راټولې شوي، د دغه قانون د تصویب په لومړیو دریو میاشتو کې د دغه وزارت د محتسبینو له خوا د ۷ ښځو په ګډون ۳۸ تنه په کابل، فراه، لوګر، کندهار، بلخ، سرپل، کندز، فاریاب او پکتیا کې د جادوګرۍ او اخلاقي فساد په تور نیول شوي دي.

 د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د خپرو شویو شمېريو له مخې د زمري له ۳۱مې څخه د لړم تر ۲۹مې پورې ۲۳ نارینه او ۷ ښځې نیول شوي دي.

اوس يو شمېر ښاريان وايي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له خوا د زياتو نيولو شاهدان دي او زياتوي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د دوی ژوند ورځ تر بلې ستونزمن کېږي.

ظاهراً د طالبانو له خوا د دوی د نوي قانون له تصویب وروسته د دغه وزارت د محتسبینو واکونه هم زیات شوي او حتی په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرېدو په مخنیوي کې هم رول لري.

سره له دې چې نړیوالې ټولنې په وار وار د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د لغوه کولو غوښتنه کړې؛ خو د طالبانو له مشر څخه نیولې تر نورو نږدې چارواکو پورې په خپلو ولایتي سفرونو کې په پرله پسې ډول له خلکو غوښتي چې دغه قانون په جدي توګه پلي کړي.