پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې په تېرو څلورو میاشتو کې له دغه هېواد څخه افغانستان ته د بورې صادرات نږدې ۱۵ برابره زیات شوي دي.
د د نیشن د راپور پر بنسټ، په داسې حال کې چې افغانستان د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له پاکستان څخه د ۵.۹۳ میلیونه ډالرو په ارزښت بوره وارد کړې ده؛ خو دا شمېره په تېرو څلورو میاشتو کې ۹۱.۶۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ياد راپور له مخې له پاکستان څخه د افغانستان د وارداتو کچه په تېرو څلورو میاشتو کې ۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان او افغانستان دوه اړخیزه سوداګري ۲۳۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلې، چې د تېرې یوې میاشتې په پرتله ۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي. په داسې حال کې چې د روان کال په نومبر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه ۱۹۴ میلیونه ډالره وه.
دا زیاتوالی د روان کال د لومړیو څلورو میاشتو په پرتله په تېرو څلورو میاشتو کې ۲۹ سلنه و.
د نیشن ورځپاڼې د سرچینو په حواله ویلي، چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۵۴۴.۳۷ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري شوې او په تېرو څلورو میاشتو کې (اکتوبر تر میاشتې پورې) دا کچه ۷۰۳.۱۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ياد راپور پر بنسټ، په تېرو څلورو میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان صادرات ۲۵۳.۰۱ میلیونه ډالره وو، چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ۲۴۵.۷۲ میلیونه ډالرو د صادراتو په پرتله ۳ سلنه ډېر شوی دی.