افغانستان

طالبانو په بغلان کې یوه ښځه په « عام محضر» کې په درو ووهله

انځور له آرشیف

طالبانو په بغلان کې یوه ښځه په « عام محضر» کې «غیراخلاقي عملونو ته د وسيله کېدو یا د دلالۍ» په تور په درو ووهله.

د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ښځه «۳۰ درې» وهل شوې او په شپږو میاشتو بند هم محکومه شوې ده.

د يادې خبرپاڼه له مخې دغه پرېکړه د بغلان ولایت کې د طالبانو د ښاري ابتدایي محکمې له خوا صادره شوې او د تطبیق په ترڅ کې د طالبانو د دغې محکمې رییس عصام حقاني، د دغې محکمې لپاره د طالبانو رئیس، د ديوانونو رٸيسانو، عدلي او قضایي چارواکو، ملکي او نظامي کارکوونکو هم حضور درلود.

طالبانو همداراز یو بله ښځه هم په خوست ولایت کې د خلکو د سترګو په وړاند په درو ووهله.

د طالبانو سترې محکمې په یوه جلا خبرپاڼه کې ويلي چې دغه ښځه د «اخلاقي فساد»په تور په ۳۹ دُرو وهل شوې او په په پنځه میاشتني بند هم محکومه شوې ده..

په تېره یوه میاشت کې طالبانو د دغه کس په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۴ ښځو په ګډون ۹۴ کسان په عام محضر کې په بېلابېلو تورونو په درو وهلي دي.

طالبانو پر هیواد د واک تر لاسه کولو راهيسې په تیرو درېیو کلونو کې په تدریج سره د ۱۹۹۰ لسیزې سیاستونو ته چې د خلکو د سترګو په وړاندې د تورنو کسانو جسمي مجازات کول دې؛ راګرځیدلي دي.

جوزجان او خوست له هغو ولایتونو څخه دي چې د طالبانو له خوا د درو وهلو تر ټولو زیاتې سزاګانې پکې ثبت شوي او په هره یوه ولايت کې په تېره یوه میاشت کې په ترتیب سره ۲۲ او ۱۷ د درو وهلو سزاګانې عملي شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د سترې محکمې له خبرپاڼې څخه د آمو له خوا د راټولو شویو احصایو پر بنسټ، په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو د سنګسار او د اعدام پر سزاګانو سربېره ۱۷۶ تنو د قصاص حکم هم صادر کړی او اوس شپږ نور کسان د طالبانو په زندانونو کې د قصاص سزا ته انتظار باسي.

د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ګډون نړيوالو سازمانونو تل د طالبانو له خوا د خلکو د جسمي مجازاتو او قصاص غندلي او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه يې کړې ده.