افغانستان

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان غړیتوب ۷۸ کلن شو

له نن څخه ۷۸ کاله وړاندې (د ۱۹۴۶ کال د نوامبر په ۱۹) افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه د ملګرو ملتونو غړی شو.

عبدالحسین عزیز د افغانستان د استازي په توګه هغه مهال د ملګرو ملتونو منشور لاسلیک کړ.

په هغه وخت کې د آیسلنډ او سویډن ترڅنګ افغانستان هم په «افتخاري ډول» د دغه سازمان غړی شو.

دا په داسې حال کې ده چې له ۷۸ کلونو وروسته افغانستان په ملګرو ملتونو کې رسمي استازی نه لري او په دغه سازمان کې د دغه هېواد د دایمي استازي څوکۍ د ملګرو ملتونو د ټاکل شوي مشر له خوا اداره کېږي.

په همدې حال کې له درېيو کلونو راهیسې افغانستان د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د رايې حق نه لري.

ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د افغانستان د رایې ورکولو د حق د ځنډولو لامل د دغه سازمان د غړیتوب د فیس په نه ورکولو کې د دغه هېواد پاتې راتلل بللي دي.

په همدې حال کې په عمومي اسامبله کې د هېواد د رايې ورکولو د حق ځنډېدل او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د رسمي دايمي استازي نشتوالي د هېواد د سياسي برخليک په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان رسمي دايمي استازيتوب او په عمومي اسامبله کې د دغه هېواد د رايې حق وروسته له هغه وځنډول شو چې طالبانو پر هېواد واک تر لاسه کړ او جمهوري نظام ړنګ شو.

که څه هم طالبانو پخوا له ملګرو ملتونو غوښتي وو چې د افغانستان د دایمي استازي څوکۍ دې د دوى استازي ته وسپاري؛ خو د درېیو کلونو په تېرېدو سره لا هم طالبانو ته دا څوکۍ نه ده ورکړل شوې او د نړۍ هېڅ هېواد یا سازمان تر اوسه د طالبانو واکمني په رسمیت نه ده پېژندلې. هغه مسٸله چې د افغانستان سیاسي برخلیک یې ننګولی دی.

له بلې خوا د هېواد یو شمېر اوسېدونکي پر روان وضعیت نیوکه کوي او وايي چې سیاسي ننګونو او د هېوادونو په ځانګړې توګه د لوېدیځ او افغانستان ترمنځ د رسمي اړیکو نشتوالي دوی له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.