طالبان وايي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره په راتلونکي کال کې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو ۴۲ سلنه پراختیايي پروژې پلي کوي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه موضوع په افغانستان کې د دې موسسې مشر ریچارډ ترانچارډ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزیر صدراعظم عثماني سره په کتنه کې مطرح کړې ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان تر اوسه د دې کتنې په اړه څه نه دي ویلي.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، ښاغلي ترنچارډ د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ته ويلي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د سازمان اصلي موخه د هېواد له کروندګرو سره مرسته ده؛ خو د دې ترڅنګ به په راتلونکي کال کې نورې پرمختیايي پروژې هم په لاره واچوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مخکې په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د لوږې مخ په زیاتېدونکي کړکېچ په میندو او ماشومانو “سخته” اغېزه کړې ده.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۲،۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د ناخوندیتوب په«شديده» کچه کې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې افغانستان د نړۍ له هغو ۲۲ هېوادونو څخه دی چې د لوږې له بحران سره مخ دی او د مرستندویه هېوادونو له ملاتړ او کافي مرستو پرته به په افغانستان کې د دغه سازمان فعالیتونه ناشوني وي.
له بلې خوا ملګري ملتونه وايي، له افغانستان سره مرسته کوونکو هېوادونو سږ کال د طالبانو له خوا د لګول شویو محدودیتونو په ځانګړې توګه د ښځو پر کار د بندیزونو له امله خپلې مرستې کمې کړې دي.
دغه سازمان ویلي دي چې د دغو مرستو په کمېدو د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې د بودیجې له سخت کمښت سره مخ شوي او دا مسله به په افغانستان کې بشري وضعیت لا پسې خراب کړي.