نړۍ

بایډن د نړیوال بانک د نړیوال پراختیایي صندوق سره د څلور ملیارده ډالرو ژمنه وکړه

د متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایډن، د ریو دو ژانیرو کې د جي ٢٠ ډلې په غونډه کې، د نړیوال بانک د نړیوالې پراختیا اتحادیې صندوق سره د څلور ميلیارد ډالرو ژمنه وکړه.

د رویټرز د راپور له مخې، دا ژمنه، چې یو«ریکارډ» ګڼل کیږي او له دې صندوق سره په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا د ۳،۵ میلیاردو ډالرو د پخوانۍ مرستې په پرتله ۱۴،۳ سلنه زیاته ده.

خو په سپینه ماڼۍ کې د واک د بدلون او د راتلونکي کال په جنورۍ میاشت کې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لوړې له امله د دې ژمنې عملي کېدل د بې باورۍ په فضا کې دي.

ښاغلي ټرمپ په تېرو وختونو کې د کمپاين پر مهال د بهرنیو مرستو کمولو خبره مطرح کړې او دا مهال د ټېسلا او سپېس اېکس مشر ایلون ماسک سره د حکومتي لګښتونو د کمولو پلان باندې کار کوي.

په ورته وخت کې، د امریکا د ملي امنیت مرستیال، جاناتن فاینر، دا مرسته «تاریخي» وبلله او زیاته یې کړه چې بایډن به د برازیل له ولسمشر لولا دا سيلوا سره د لیدنې پر مهال د پاکې انرژۍ په برخه کې نوې ملګرتیا پیل کړي.

د نړیوال بانک د نړیوالې پراختیا ټولنې وجهي صندوق د نړۍ له بې وزلو هیوادونو سره مرسته کوي او په هرو درېیو کلونو کې بیا تمویليږي.

د نړیوال بانک مشر آجاى بنګا د نوي پړاو لپاره د ١٢٠ ميلیارده ډالرو د برابرول د هدف په توګه ټاکلی دی. خو دا کتر د بډایه هېوادونو ډېرو ژمنو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا تر څنګ اسپانيا او ډنمارک هم له دغه صندوق سره خپلې مرستې زياتې کړې دي.

هسپانیه خپله ژمنه له ۳۷٪ څخه ۴۰۰ میلیونه یورو ته لوړه کړې ده. په داسې حال کې چې ډنمارک خپله ژمنه ۴۰ سلنه زیاته کړې او ۴۹۲ میلیونه ډالرو ته رسېږي.