د افغانستان په چارو کې د چین له ځانګړي استازي شياٸوونګ سره په لیدنه کې پاکستاني چارواکو له هغه سره د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي له خوا د افغان خاورې د کارونې او د سیمې سولې ته د دې ډلې د ګواښونو په اړه شواهد وړاندې کړل.
اېکسپرېس ټریبیون په یوه راپور کې ویلي، چې دغه شواهد او اسناد پرون (دوشنبه د لړم۲۸مه) په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د چارواکو لخوا سره شریک شول، چې په کې دغه هېواد په افغانستان کې د يادې ډلې د «ترهګريزو» د فعالیتونو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه. »
تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړی استازی یاو شياٸوونګ اسلام اباد ته تللی او هلته یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې آمنه بلوچ او د افغانستان او لویدیځې اسیا لپاره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال احمد نسیم ورايچ سره يې د افغانستان په اړه خبرې درلودې.
باخبرو سرچینو دې ورځپاڼې ته ویلي دي چې د خبرو اصلي تمرکز د هغو شواهدو څېړل وو چې ښيي د افغانستان خاوره لا هم د پاکستان د تحریک طالبان په ګډون د «ترهګرو» ډلو لپاره د خوندي پټنځای په توګه کارول کیږي.
طالبانو تر دې مخکې د پاکستان له تحریک طالبان ملاتړ او د پاکستان پر ضد د افغانستان له خاورې کار اخیستل رد کړي دي. دا موضوع څو څو ځله پاکستاني چارواکو نه ده منلې او د طالبانو تر ادارې لاندې یې د افغانستان په خاوره کې د دغې ډلې پر شتون او د ټي ټي پي د خوندي پټنځایونو پر شتون ټینګار کړی او دا یې د دغه هېواد پر وړاندې ګواښ بللی دی.
د يادونې وړ ده، چې پاکستان ته د چين د ځانګړي استازي سفر د افغانستان په چارو کې د روسيې د ځانګړي استازي ضمير کابلوف له سفر څو ورځې وروسته کېږي، د ښاغلي کابلوف د ليدنې تمرکز يې د افغانستان د بدلونونو او د طالبانو تر واک لاندې له افغانستان څخه د پېښېدونکو “ترهګريزو”ګواښونو ارزول ياد شوي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ګاونډیو هېوادونو پر مهم رول ټینګار شوی دی.
د پاکستاني چارواکو په وینا افغان طالبانو د «ترهګرو» ډلو د فعالیتونو د محدودولو لپاره اغېزمن اقدامات نه دي ترسره کړي.
د دغه راپور له مخې، اسلام اباد ټینګار کړی، چې د دې وخت رارسېدلی، چې نړیواله ټولنه په تېره بیا د افغانستان ګاونډیان د طالبانو پر وړاندې متحد دریځ غوره کړی، څو هغوی اړ کړی، چې د سیمه ییزې سولې په برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړی.
له بلې خوا پاکستان په دې برخه کې د یوه سیمه ییز ځواک په توګه د چین پر اغېزناک رول ټینګار کړی او له دغه هېواده یې غوښتي چې له خپل نفوذ څخه په استفادې پر طالبانو فشار راوړي چې د «ترهګر» ډلو پر وړاندې اقدام وکړي.