Uncategorized @ps

په کابل کې د نجونو له ګډون پرته د «ځوانانو نوښتونو» نندارتون جوړ شو

طالبانو د نجونو له ګډون پرته د افغانستان د ځوانانود نوښتونو ملي نندارتون جوړ کړ.

دغه نندارتون د کابل په بادام باغ کې د ځوانانو د استعدادونو د ودې په موخه نندارتون جوړ شوى دى.

په دغه نندارتون کې چې د افغانستان له ۲۲ ولايتونو څخه ځوانانو په بېلابېلو برخو کې خپلې لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کړې، نوښتګرې نجونو ته په دغه نندارتون کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

د دغه نندارتون د تنظیموونکو یو غړی وايي، طالبانو د ښځو او نجونو لپاره هېڅ غرفه نه ده ځانګړي کړې.

د ياد نندارتون د تنظیموونکو له غړو څخه يو وايي: «له بده مرغه، موږ دا مسله وڅارله خو چارواکو موږ ته اجازه رانه کړه چې د ښځو لپاره غرفې ولرو.»

عبدالناصر کاظمي خپل او د خپلو همکارانو نوښت نندارې ته وړاندې کړی دی.
بې پیلوټه الوتکه یې چمتو کړې چې د پنځه سوه مترو په لوړوالي د الوتلو وړتیا لري.

دى وايي، چې د دې پروژې پر پلي کېدو يې پنځه دېرش زره افغانۍ لګولي دي.

نوموړى وايي «موږ یوه بې پیلوټه الوتکه او یو بریښنایی بایسکل او د کور ډیزاین جوړ کړ. دا ډرون د پنځه سوه مربع مترو په شعاع کې الوتنه کوي. دا د لیتیم بټرۍ کاروي ځکه چې موږ په افغانستان کې د لیتیم بټرۍ نه لرو. موږ دې ډرون ته د لین سره الوتنه وکړه.»

په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو لمن پراخه شوې، اوس طالبانو نجونو ته حتی دومره اجازه هم نه ورکوي چې خپل خلاقیت او نوښت نندارې ته وړاندې کړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو يو شمېر محصلان د طالبانو پر دغه کړنه نيوکه کوي او وايي چې طالبان په دې کار سره د نجونو استعداد له منځه وړي.

يو تن محصل محمد علي سینا شېرزاد وايي: «هغه مېرمنې چې شته ډېر استعدادونه لري؛ خو پټې دي. دا د دې لامل کېږي چې د دوی استعداد له منځه ولاړ شي او کمزوری شي.»

دغه نندارتون د څلورو ورځو لپاره جوړېږي او ښځې او نجونې یې يوازې د لیدو اجازه لري.