د ايران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ایران په زندانونو کې د افغانانو شمېر د پام وړ دی.
دغه ايراني چارواکي د دغو کسانو د کره شمېر په اړه څه نه دي ويلې، خو زياته کړې يې ده، چې ډېرى دغه کسان د نشه يي توکو د قاچاق په جرم نيول شوي او بنديان دي.
هغه وويل، دا يوه اوږده پروسه ده او له ډېر وخت راهيسې روانه ده، خو د ده په وينا، په تېرو دوو کلونو کې په دې برخه کې هڅې ګړندۍ شوې دي.
ښاغلي بقايي کابل ته د ایراني پلاوي د تېرې اوونۍ سفر ته په اشارې وویل چې د دغه سفر په ترڅ کې دغه پلاوی له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د ایران د عدلیې وزارت یو پلاوی کابل ته راغی او له طالب چارواکو سره یې له ایران څخه د «افغان بندیانو د لېږد» او له افغانستان څخه د «ایراني بندیانو د انتقال» په اړه خبرې وکړې.
د بشري حقونو او نړیوالو چارو لپاره د ایران د عدلیې وزارت مرستیال عسکر جلالیان د دغه پلاوي مشري پر غاړه درلوده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې د ایران په زندانونو کې د افغانانو د اعدام لړۍ خورا زیاته شوې ده. د ایران د بشري حقونو د یوه سازمان د راپور پر بنسټ، په تېره یوه میاشت کې لږ تر لږه ۱۲ افغانان د ایران له خوا اعدام شوي دي.