افغانستان

د بشري حقونو د څار سازمان له ټرمپ غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو حقونو ته جدي پاملرنه وکړي

File Photo.

د بشري حقونو د څار سازمان د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د ښځو د حقونو مسٸلې ته جدي پاملرنه وکړي او په افغانستان کې د بشري حقونو د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د څانګې مرستیالې له آمو سره په خبرو کې ويلي چې ښاغلی ټرمپ باید طالبان د خپلو اعمالو حساب ورکولو ته اړ کړي.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان هم د امریکا له نوي حکومته غواړي چې په افغانستان کې جنسیتي تبعيض په رسمیت وپېژني.

دا په داسې حال کې ده، چې د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۳ هجري لمريز کال د دلو میاشتې په لومړۍ نېټه د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن به په رسمي ډول د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته واک وسپاري.

که څه هم ښاغلي ټرمپ په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې د بشري حقونو وضعیت او د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان راتلونکي په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د بشري حقونو د څار د بنسټ د ښځو د برخې مرستیالې د امریکا له راتلونکي حکومته غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د کړکېچ د زیاتېدو په څېر مسٸلو ته چې د طالبانو له خوا پلي شوي، جدي پاملرنه وکړي.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځو د څانګې مرستیاله هيدربار وايي: «درې ځانګړي کارونه دي چې ډونالډ ټرمپ یې باید وکړي. یو دا چې په امریکا کې د هغو ښځو او نجونو لپاره د بیا مېشتېدنې لارې چارې زیاتې کړي چې د طالبانو له ظلم او ځورونې څخه يې پناه وړ وړې ده. دوهم، متحده ایالات باید طالبان د ښځو او نجونو په وړاندې د ترسره شویو جنایتونو په اړه حساب ورکولو ته اړباسي.»

په همدې حال کې د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې ښځې او نجونې هم د امریکا له نوي حکومت څخه غوښتنې لري.

د کابل اوسېدونکې لېمه امیري وايي:«موږ غواړو چې د افغان ښځو په اړه د طالبانو سخت قوانین لیرې شي. له ډونلډ ټرمپ څخه زموږ غوښتنه دا ده چې پر طالبانو فشار راوړي چې د ښځو پر وړاندې د دوی سخت قوانین لغوه کړي.»

د کابل یوه بله اوسېدونکې مرسل عثماني وايي:«په افغانستان کې ښځې د زده کړې او کار حق نه لري. اوس د دې وخت رارسېدلى چې دوی د طالبانو په وړاندې سخت ګامونه پورته کړي او د دې وضعیت ننداره کوونکي ونه اوسي.»

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان هم د امریکا پر منتخب ولسمشر غږ کوي چې له طالبانو له تعامل کولو لاس په سر شي، جنسیتي تبعيض په رسمیت وپېژني او له هغو حکومتونو سره یو ځای شي چې د طالبانو پر ضد یې ګامونه اخیستي څو طالبان نړیوالو محکمو ته راکاږي.

د ښځو د حقونو فعاله رقیه ساعي وايي: «موږ غواړو چې طالبان په هاګ کې محکمې ته راکش کړو، موږ غواړو چې په افغانستان کې د جنسیتي تبعيض په رسمیت وپېژندل شي، موږ لا هم له طالبانو سره د دوحې تړون لغوه کول غواړو او موږ لا هم د ښاغلي ټرمپ له حکومته غواړو د طالبانو له هر ډول مالي او سياسي ملاتړ څخه ډډه وکړي.»

راپورونه وايي، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په درېيو کلونو، درېيو مياشتو او څلورو ورځو کې پر ښځو او نجونو د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون د توشپح کولو تر څنګ ۱۱۸ فرمانونه او حکمونه پلي کړي دي او د دوى حقونه او آزادۍ محدودې يا هم تر پښو لاندې شوي دي.