افغانستان

طالبان: د کړکېچ نړیوالې ډلې د افغانستان د موسمي بدلون د ستونزې د هوارولو ژمنه وکړه

طالبان وايي، د کړکېچ نړیوالې ډلې ژمنه کړې چې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له امله رامنځته شوې ستونزې هواروي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي ټلویزیون د راپور پر بنسټ، د کړکېچ د نړیوالې ډلې چارواکو دغه ژمنه د آذربایجان په هېواد کې د دغه هېواد د چاپېریال ساتنې په ریاست کې د طالبانو له عمومي مشر مطیع الحق خالص سره په کتنه کې وکړه.

د دغه راپور له مخې د کړکېچ نړیوالې ډلې ویلي چې په دې برخه کې د مرستندویانو د جلبولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اقلیم د بدلون په اړه په نړیواله غونډه کې د طالبانو د پلاوي ګډون د بشري حقونو د بنسټونو او د افغانستان د بشري حقونو د فعالانو له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

دغه بنسټونه او د بشري حقونو فعالان وايي، ملګرو ملتونو دې غونډې ته د طالبانو د پلاوي په بلنه د طالبانو له لوري د «بشري حقونو په تېره بیا د ښځو له حقونو پراخه سرغړونې او جنسیتي تبعيض» له پامه غورځولي دي.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد د چاپېريال ساتنې رياست لپاره د طالبانو د عمومي مشر سره دغه غونډه په اذربايجان کې د اقليمي بدلون په اړه د نړيوالې غونډې په څنډه کې جوړه شوې وه.

ياده دې وي، چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د اقلیم د بدلون غونډه د دوشنبې په ورځ (لړم ۲۱) د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د دوو ورځو لپاره جوړه شوې وه، چې یوه مهمه موضوع یې د میتان ګازو د وليد زیاتوالی و، چې د افغانستان په ګډون نږدې ١٦٠ هېوادونو يې د کمولو ژمنه وکړه.

طالبانو د لومړي ځل لپاره دغه ډول غونډې ته بلل شوي وو او د طالبانو د چاپېریال ساتنې د ادارې د مشر مطیع الحق خالص په مشرۍ یوه پلاوي په دې غونډه کې ګډون کړی و.

خو تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د کاناډا فيمينسټي ټولنې چې مشري یې د ښځو د حقونو فعاله نرګس نهان کوي، د ملګرو ملتونو په کوربه توب د اقلیم د بدلون په اړه جوړې شوې غونډې ته د طالبانو د پلاوي بلنه له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه او د ملګرو ملتونو له بنسټیزو ارزښتونو او اصولو سره په ټکر کې بللې وه او ویلي یې دي چې طالبانو هېڅکله د افغانستان ملي ګټو او د اقلیم د بدلون په برخه کې نړیوالې همکارۍ ته ژمنتیا نه ده ښودلې.