افغانستان

د چین ځانګړی استازی: د افغانستان د سیاسي مسٸلې حل له ننګونو او فرصتونو سره مخ دی

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یو شیاوونګ وايي، د افغانستان د سیاسي مسٸلې حل له ننګونو او فرصتونو سره مخ دی.

يو شياٸوونګ د بېجينګ له کلب سره په خبرو کې د افغانستان د مسئلې په اړه د نړيوالې همکارۍ په تړاو وويل: «د افغانستان د ګاونډيانو، د دغه هېواد د سيمه ييزو شريکانو او همدارنګه د نړيوالې ټولنې د يوه مسوول غړي په توګه، موږ کولای شو د سولې لپاره کار وکړو. او د افغانستان ثبات او بیا رغاونې لپاره لاسونه سره یو کړو.»

نوموړي په هېواد کې د امريکا او ناټو شل کلن حضور «ناکام» وباله او د افغانستان په اړه يې نړيوالو او سيمه ييزو غونډو ته په اشارې سره وويل، چې د سيمې ټول هېوادونه او د افغانستان ګاونډيان هڅه کوي، چې له دغه هېواد سره د «سولې، ثبات او پخلاينې» په برخه کې مرستې وکړي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی وايي، هېواد یې په تېرو درېیو کلونو کې (د طالبانو د واکمنۍ پر مهال) په افغانستان کې یوه داسې تګلاره او پاليسي تعقیبوي چې موخه یې د بشریت د ګډې راتلونکې جوړول دي چې د چین د مشر له خوا یې ملاتړ کېږي.

ښاغلي شياٸوونګ وويل، هېواد يې د افغانستان له خلکو ملاتړ کوي او په ورته وخت کې به د افغانستان د مسئلې په اړه له ګاونډيو هېوادونو، سيمې او نړۍ سره په همغږۍ پر مخ ولاړ شي.

نوموړي په دې مرکه کې وویل: امریکا باید په افغانستان کې د ټولو ناخوالو او ورانیو اصلي مسوولیت ومني او د افغانستان د بیارغونې مسوولیت پر غاړه واخلي.

د چین ځانګړي استازي له امریکا همداراز غوښتي چې د افغانستان د مرکزي بانک پر اووه میلیارده شتمنيو لګول شوي بندیزونه پای ته ورسوي او دغه شتمنۍ دې د طالبانو تر ادارې لاندې مرکزي بانک ته وسپاري.

ښاغلی شياٸوونګ زیاتوي چې طالبان د افغانستان «حقیقت» دي او دا مهال پر هېواد واکمني کوي. دوی «په ټول افغانستان کې ثبات او کنټرول ترلاسه کړی» او د اقتصادي پراختیا یو لړ پروګرامونه یې په لاره اچولي دي.

هغه وویل، «اوس، له ګډو هڅو وروسته، یوه اجماع رامنځته شوې ده چې موږ باید هلته له رسمي چارواکو (طالبانو) سره تعامل وکړو، څو خبرو اترو زمينه برابره کړو، موږ باید دغه هېواد سره د بشردوستانه مرستو چمتو کولو ته دوام ورکړو؛ خو زه غواړم ووایم چې افغانستان له ننګونو او ستونزو سره مخ دی.»

په ورته وخت کې د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړی استازی وايي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ډېر هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرۍ له ګواښونو څخه اندېښمن دي.

دا په داسې حال کې ده، چې چین، د روسیې، پاکستان او ایران ترڅنګ د مسکو په غونډه کې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر ودې اندېښنه څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه چې د افغانستان خاوره دې د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

که څه هم چین د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له طالبانو سره نږدې اړیکې لرلې؛ خو تر اوسه يې طالبانو په رسمیت نه دي پېژندلي.