د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، کویټ له افغانستان سره ۵۰۰ زره ډالره مرسته وکړه.
د اوچا په وينا، دغه مرسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له صندوق سره شوې او په هېواد کې په بېړنيو حالاتو کې به له ډېرو زيانمنو شويو کسانو سره د مرستې په موخه ولګول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال سازمان مخکې په یوه راپور کې ویلي وو چې په هېواد کې د لوږې مخ په زیاتیدونکي کړکېچ په ځانګړي ډول پر میندو او ماشومانو «سخته» اغېزه کړې ده.
دغه سازمان زیاته کړې چې سږ کال د مالي بحران له امله د خوړو نړیوال پروګرام د تېر کال په پرتله نه دی توانېدلی چې دوه میلیونه ښځو او ماشومانو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره خواړه برابر کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې افغانستان د نړۍ له هغو ۲۲ هېوادونو څخه دی چې د لوږې له بحران سره مخامخ دي.
دغه سازمان زیاتوي، چې د مرسته کوونکو هېوادونو له ملاتړ او کافي مرستو پرته به په افغانستان کې د دوى د فعالیتونو پر مخ وړل ناشوني وي.
د دغه سازمان په مخکني راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۴ کال تر ډسمبر پورې په هېواد کې اړمنو ته د مرستو برابرولو لپاره ۶۱۷ میلیونه ډالرو «بېړنۍ» بودیجې ته اړتیا لري. خو دغه سازمان د خپلې ټولې تأمين شوې بودجې شمېرې نه دي خپرې کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې فرانسې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره درې میلیونه یورو، چې ۲۱۶ میلیونه افغانۍ کېږي، مرسته کړې ده.
خو د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا، په افغانستان کې شاوخوا ۱۲،۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د ناخوندیتوب په «لوړه»کچه کې دي.
ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، چې له افغانستان سره مرسته کوونکو هېوادونو سږ کال د طالبانو له خوا د محدودیتونو په ځانګړې توګه د ښځو پر کار د بندیزونو له امله خپلې مرستې کمې کړې دي.
دغه سازمان ویلي دي چې د دغو مرستو په کمېدو سره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې د بودیجې له سخت کمښت سره مخامخ شوي او دا مسله به په افغانستان کې بشري وضعیت لاپسې خراب کړي.