د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون وايي، د کوریا ټاپو وزمه«په نړۍ کې تر ټولو ګرمه سیمه» ده او اوسني کړکېچ دغه ټاپووزمه «د تاریخ تر ټولو بد پړاو» کې چولې ده.
د شمالي کوریا مشر په يوه ناسته کې د دغه هېواد د پوځ له قوماندانانو او سیاسي مشرانو وغوښتل چې خپل جنګي وړتیاوې ښې کړي او له پوځي ګواښونو سره د مقابلې لپاره بشپړ چمتووالی ولري.
د رویټرز د راپور له مخې، کیم جونګ اون ټینګار کړی چې د جنوبي کوریا په ګډون د امریکا او د هغې د متحدینو له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د سیاسي او پوځي ځواک جوړولو او د جګړې د مٶثریت پیاوړتیا ته اړتیا ده.
نوموړي د دې غونډې پر ګډونوالو غږ وکړ، چې د پوځي وړتیاوو د لوړولو لپاره خپلې ټولې هڅې وکاروي.
دا په داسې حال کې ده، چې له روسیې سره د شمالي کوریا پوځي همکاريو په نړیواله کچه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.
نړېوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې په جګړه کې د شمالي کوریا له لسو زرو ډېر سرتېري د مرستې لپاره استول شوي دي.
د دغو راپورونو له مخې، دغو سرتېرو د کورسک په سیمه کې په سرحدي نښتو کې برخه اخیستې ده او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په وینا دغو پوځیانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس اعلان کړی چې د غونډې ترڅنګ د پوځي افسرانو لپاره د عصري جګړې د اړتیاوو پر بنسټ د پوځیانو د چمتووالي د پیاوړتیا لپاره کارځايونه هم جوړ شوي دي.
له دې مخکې، کیم جونګ اون د شمالي کوریا د ځانمرګو بې پیلوټه الوتکو د ازمویلو څارنه کوله او د دې وسلو د ډله ایز تولید امر یې ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا، جنوبي کوريا او جاپان مشرانو په پيرو کې د اسيا-پاسپيک د اقتصادي همکاريو د غونډې په څنډه کې د شمالي کوريا او روسيې د پوځي همکاريو د پراخولو پرېکړه غندلې او په سيمه او نړۍ کې يې د تاوتريخوالي او بې ثباتۍ د زياتوالي عامل بللی دی.