نړۍ

د اوکراین په شمال ختیځ کې د روسیې توغنديز برید ۱۰ تنه ووژل

د اوکراین په شمال ختیځ سومي ښار کې پر یوه نهه پوړیزه استوګنځي د روسیې توغندیز برید د دوو ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان ووژل او ۵۲ نور یې ټپیان کړل.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، اوکرایني چارواکو ویلي، چې دغه برید، چې تېره شپه (یکشنبه د لړم ۲۷مه) شوی، په دغه ښار کې بېړنی حالت رامنځته کړی دی.

د اوکراین د پوځ قوماندان ولادیمیر آرتیوخ په ټېلېګرام پیغام کې دا پېښه یوه «غميزه» وبلله چې روسیې پردې سیمې راوړې ده.

خو د اوکراین د بیړنیو خدماتو ادارې اعلان وکړ چې د ژغورنې عملیات لا هم په سیمه کې روان دي او رواني ډاکټران له ټپیانو سره مرسته کوي.

اوکرایني چارواکو هم له دې سیمې د څه باندې ۴۰۰ کسانو د اېستلو اعلان کړی دی. خپاره شوي انځورونه د ودانۍ پراخ زیانونه، د کړکیو مات شوي او ویجاړ شوي حالت ښیي.

په سومي باندې دا برید څو ساعته وروسته له هغه وشو چې روسیې د اوکراین د برېښنا په زېربنا باندې پراخه بمباري وکړه.

په دغو بریدونو کې چې کییف د «لوی برید» په نوم یاد کړی، شاوخوا ۱۲۰ توغندی او ۹۰ بې پیلوټه الوتکې وویشتل شوې او لږ تر لږه ۷ کسان ووژل شول.

په داسې حال کې چې اوکرایني چارواکو دغه بریدونه غندلي دي، خو رویټرز وايي، په خپلواکه توګه د دې برید د کره والي پخلی نه شي کولاى او کرملین تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا بریدونه د هغو جګړو یوه برخه ده چې په ۲۰۲۲ کال کې پیل شوې او د سرچینو په وینا زرګونه کسان پکې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې برید یوه ورځ مخکې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي وو چې هېواد به یې په راتلونکي کال کې د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره «هر څه» وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ له بریا سره اوکراین ته د لوېدیځ د مالي مرستو او وسلو د کمېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.