د ارغواني شنبو غورځنګ چې مشري یې د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف آروين کوي، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په تېرو درېیو کلونو کې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې تعامل دوی د هېواد اتباعو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د«سسټماتیکې ځپنې او تنظيم شويو جنايتونو» کې لا ډېر زړور کړي دي.
د دغه غورځنګ په خبرپاڼه کې ويل شوي چې نړۍ په تېرو درېيو کلونو کې د«طالبانو پر بشري ضد جنايتونو» سترګې پټې کړې او دوى يې په واک کې يې ساتلي دي.
دغه غورځنګ وايي، د نړۍ دغه چلند نه یوازې دا چې په هېواد کې د طالبانو له خوا د بشري ناورین، د بشري حقونو د بحران په ځانګړې توګه د ښځو، زیانمنو ډلو او مذهبي لږکیو له حقونو څخه د پراخې سرغړونې لامل شوی، بلکې لا يې زیات کړي دي.
د ارغواني شنبو غورځنګ زیاتوي چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان اوس د نړیوالې او سیمه ییزې سولې او امنیت لپاره په جدي ګواښ بدل شوی دی.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي: «په داسې حال کې چې د طالبانو لابي کوونکي د طالبانو د ځان اعلان شوي حکومت د سپینولو په لټه کې دي. خو په ورته وخت کې طالبانو له افغان ولس سره د پخلاینې، له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو او د خپلو جنایتونو د کچې د راټیټولو په برخه کې کوم کوچنی عملي ګام هم نه دی پورته کړی.»
په دغه غورځنګ کې اعتراض کوونکو ښځو، د «طالبانو سره د اړیکو او د اړیکو د عادي کولو» په اړه خپله لویه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړى چې د “طالبانو د واکمنۍ د مشروعیت” پایلې به ویجاړونکي او نه جبرانېدونکي وي.
د ارغواني شنبو غورځنګ وايي، نړۍ باید د طالبانو په تحريف شويو او اصلاحي داستانونو تېر نه وځي. ځکه دغه تعامل نه یوازې دا چې د افغان ولس په ځانګړې توګه د ښځو د بشري حقونو د سرغړونې پر وړاندې لازم مخنیوی نه کوي، بلکې په نړیواله کچه له افغانستان څخه د «سختدريځه او ترهګرو» ځواکونو د پیاوړتیا خطر هم زیاتوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو واک ته له راتګ وروسته د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو ډېر حقونه او ازادۍ تر پښو لاندې کړي او له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځيو او پوهنتونونو ته يې نجونې او ښځې له تګ څخه منعې کړې دي.
په ورته وخت کې له دې وړاندې د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې یو شمېر ګډون کوونکو هېوادونو د افغانستان د خاوره د نورو هېوادونو او سیمې پر ضد پر نه کارولو ټینګار کړی او له طالبانو یې غوښتي چې له ترهګرو ډلو سره د يوه غوراوي په توګه چلند ونه کړي.