افغانستان

طالبانو په تخار کې دوه تنه د خلکو د سترګو په وړاندې په درو ووهل

انځور له آرشیف

د طالبانو لخوا د جسمي مجازاتو په دوام نن (یکشنبه) د هېواد په شمال ختیځ کې د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ او همدارنګه د فاریاب ولایت په پښتونکوټ او دولت آباد ولسوالیو کې د یوې ښځې په ګډون پنځه تنه په درو ووهل شول.

د طالبانو تر واک لاندې د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د « نامشروع اړيکو، له کوره په تېښته، غلا او لواطت» تورن شوي او هر یو یې ۳۹ دُرې وهل شوي دي.

طالبانو ویلي، چې دغو کسانو ته د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ او همدارنګه د فاریاب ولایت په پښتونکوټ او دولت آباد ولسوالیو کې د دوی د ابتدایي محکمو له خوا د سزا حکم صادر شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېره يوه مياشت کې طالبانو د دغو پنځو تنو په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ١٣ ښځو په ګډون ٩٠ کسان په بېلابېلو تورونو د خلکو د سترګو په وړاندې په درو وهلي دي.

جوزجان له ۲۲ قضیو سره او خوست د ۱۷ قضیو په لرلو سره هغه ولایتونه دي، چې د طالبانو له خوا د درو وهلو تر ټولو ډېرې سزاګانې پکې پلي شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې په تېرو درېيو کلونو کې واک ته له رسېدو وروسته، طالبان په تدريجي ډول د ١٩٩٠ لسيزې هغو سياستونو ته چې د خلکو د سترګو په وړاندې يې تورن کسان جسمي مجازات کول، راګرځېدلي.

د طالبانو تر واک لاندې د سترې محکمې له خبرپاڼې څخه د آمو له خوا د راټولو شویو احصایو پر بنسټ، په تېرو درېیو کلونو کې د سنګسار او د اعدام د سزاګانو سربېره طالبانو د ۱۷۶ تنو د قصاص حکم هم صادر کړی او اوس شپږ نور کسان د طالبانو په زندانونو کې د قصاص سزا د پلې کېدو په انتظار دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ګډون نړیوالو سازمانونو تر دې مخکې هم د طالبانو د جسمي مجازات او قصاص غندلې او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې ده.