نړۍ

په غزه کې پر یوه ښوونځي د اسرائیلو په برید کې ۱۰ تنه وژل شوي

د غزې په تړانګه کې پر هغه ښوونځي د اسراٸيلو په برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي چې له جګړې څخه بې ځایه شویو کورنیو پکې پناه اخیستې وه.

د رویټرز د راپور له مخې، په فلسطین کې ډاکټرانو ويلي چې دغه بريد د غزې په مرکز کې د شاطی د کډوالو په پنډغالی کې پر ياد ښوونځی باندې شوى دى.

د غزې د روغتیا وزارت چارواکو اعلان کړی چې دغه ښوونځی د ابو عاصي نومېده او د ملګرو ملتونو تر ادارې لاندې و.

د غزې د چارواکو په وینا، هلته د ژغورنې عملیات دوام لري او ښايي لا هم تر خاورو لاندې کسان بند پاتې وي.

اسراییلي چارواکو تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په عین حال کې، د شنبې په ورځ ناوخته، دوی وویل چې د غزې د تړانګې له شمال څخه پر اسرائیلو دوه توغندي توغول شوي دي.

دغه خبری آژانس لیکلی چې دغه توغندی د فلسطین د وسله والو ډلو د توان ښودنه کوی چې له څه باندې دیارلس میاشتو هوایی او ځمکنیو بريدونو سره سره يې په سیمه کې پراخې سیمې ويجاړې کړې او له ٢.٣ میلیونو څخه زیات خلک یې بې کوره کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي دي چې د شنبې په ورځ د غزې په مختلفو سیمو باندې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت وايي، د حماس پر ضد د اسرائیلو د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې ۴۳زره۷۹۹ کسان وژل شوي دي.