نړۍ

د هېوادونو مشران په پیرو کې د آسیا -پاسپیک د اقتصادي همکارۍ په سرمشریزه کې راټول شوي

د متحده ایالاتو او چین په ګډون د آرام سمندر د حوزې د هېوادونو مشرانو د جمعې په ورځ په پیرو کې د آسیا – پاسپيک د اقتصادي همکارۍ سرمشریزې لپاره سره راټول شوي.

دا کلنۍ غونډه د نړۍ ٢١ لوی اقتصادونه سره یوځای کوي، چې په ټولیز ډول د نړۍ د ناخالص کورني تولید نږدې دوه پر درېیمه برخه او د نړۍ د سوداګرۍ نیمایي برخه تشکليوي.

د دغې غونډې په څنډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د جاپان لومړى وزير شيګرو ايشيبا سره وکتل او پر رغنده او باثباته اړيکو يې ټينګار وکړ.

د امریکا ولسمشر جو بایډن هم له شي جین پینګ سره خبرې کړې دي.

په همدې حال کې د غونډې له ځای بهر یو شمېر کسانو د ډله ییز تاوتریخوالي پر ضد لاریون وکړ او د پیرو له ولسمشر څخه یې وغوښتل چې د جناياتو د څپې په وړاندې اقدام وکړي.