د هند په اتراپرادېش ایالت کې په یوه روغتون کې د اور لګېدنې په پایله کې لس ماشومان مړه شوي دي.
هندي چارواکو ویلي چې دا اورلګېدنه د ماهاراني لکشمي بای طبي پوهنتون روغتون کې د نوي زیږون د جدي پاملرنې په څانګه کې رامنځته شوې ده.
د هندې چارواکو په وینا دغه اورلګېدنه د جمعې په شپه غالباً د برېښنا د اتصال له امله رامنځته شوې او د پېښې د لامل په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
د راپورونو له مخې د اورلګېدنې پر مهال ۵۴ ماشومان په روغتون کې بستر وو چې ترې ۴۴ ماشومان ژغورل شوي دي.