روغتیا

طالبانو د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د پولیو پر وړاندې د مبارزې د پیاوړې کولو غوښتنه وکړه

د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو د روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیا د نړیوال سازمان له عمومي مشر ټیډروس اډهانم ګبریسوس سره په لیدنه کې په هېواد کې د پولیو پر وړاندې د مبارزې د پیاوړې کولو غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې سرچینو مخکې له دې آمو ته ویلي وو چې طالبانو په هلمند او کندهار ولایتونو کې کور په کور د پوليو د واکسین کمپاین د درولی دی.

د طالبانو د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې ليدنه کې د افغانستان د روغتیا په برخه کې د لا زیاتو همکاریو راجلبول، د پولیو او نورو ساري ناروغیو پر وړاندې د مبارزې پیاوړتیا، د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بنسټ او په نړیوالو غونډو کې د طالبانو د ادارې په مشرۍ د عامې روغتیا وزارت د استازو ګډون او د کنفرانسونو په اړه خبرې وشوې.

د يادولو وړ ده، چې دغه ليدنه په سعودي عربستان کې ترسره شوې ده.

تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان په خپل اونیز راپور کې ویلي وو چې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ۲۳مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، سږ کال د پولیو ۷۱ پېښې ثبت شوې، چې ۲۳ یې په افغانستان او ۴۸ یې په پاکستان کې دي.

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان د روانې میاشتې دوهمې اوونۍ په راپور کې ویلي، چې په هلمند ولایت کې هم د پولیو یوه نوې مثبته چاپیریالي پېښه ثبت شوې ده.