افغانستان

طالبانو په کابل کې یو پخوانی کاناډایي عسکر نیولی دی

سي ټي وي نيوز په نامه د کاناډا خبري شبکې د سرچینو په حواله چې نوم يې نه دى ذکر شوى خبر ورکړی چې طالبانو په کابل کې یو متقاعد کاناډایي عسکر ډیویډ لاوري نیولی دی.

دغه خبري شبکه وايي چې ښاغلی لاوري د دوشنبې په ورځ (لړم ۲۳مه) د سفر په ترڅ کې کابل ته د داخلېدو سره سم د طالبانو له خوا ونیول شو.

د سي ټي وي نیوز د راپور له مخې تر اوسه څرګنده نه ده چې طالبانو نوموړی چیرته ساتلی دی.

طالبانو د دغه متقاعد کاناډايي سرتېري د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

د سي ټي وي نیوز د راپور له مخې، کله چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل، له شاوخوا سلو اتباعو سره یې په وتلو کې مرسته وکړه او ښاغلي لاروي دا مهال په کابل کې د «ریون رای» په نوم د یوې خصوصي امنیتي شرکت او مشورتي خدمتونو د ادارې مشري کوله.

د کاناډا حکومتي چارواکو د نوموړي نیول کېدل تایید کړي او زیاته کړې یې ده، چې دوی وضعیت له نږدې څاري او په دې برخه کې د کونسلي مرستو د وړاندې کولو په حال کې دي.

سي ټي وي ویلي چې ښاغلی لاوري په افغانستان کې د« کاناډايي ديو» په نوم پیژندل کیږي او د دغه هیواد یوازینی وګړى و چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې پر ځمکه ناست و. په داسې حال کې چې د کاناډا د سفارت ټول کارکونکي څلور ورځې مخکې د تخليې په الوتنو کې له دغه هېواده وتلي وو.

د دې خبري شبکې یوې سرچینې ویلي دي چې طالبان په هیواد کې د خپلې درې کلنې واکمنۍ پر مهال په کابل کې د ډیویډ لاوري له شتون او کار څخه خبر وو.