بسرچینو آمو ته ویلي چې طالبانو په هرات کې د رسالت د ښوونځيو بنسټ اېښودونکی او مالک عبدالقدوس یاسین زاده نیولی دی.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبانو هغه لس ورځې وړاندې (د لړم١٦مه) نيولى دى.
تر اوسه د طالبانو له خوا د ښاغلي یاسین زاده د نیولو لامل نه دی روښانه شوی او نه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي دي.
عبدالقدوس یاسین زاده د هرات یو له مشهورو او تعلیمي شخصیتونو څخه ګڼل کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکى ریچارډ بینټ د دغه سازمان امنیت شورا ته په یوه راپور کې ویلي چې طالبان د مخالفینو د ځپلو لپاره خپلسري نیول او جبري لا درکه کول کاروي.
په دې راپور کې ښاغلي بینټ ټینګار کړی چې دغو اقداماتو په اړه ځواب ته د طالبانو اړ اېستلو کې پاتې راتلل دوی «ډېر زړور» کړي دي.
هغه همدا راز زیاته کړه، که په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ښه نه شي؛ نو د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید نور پرېکنده ګامونه پورته کړي.