د افغانستان لپاره د کاناډا فمينسټي ټولنې، چې مشري یې د ښځو د حقونو فعاله نرګس نهان کوي، ملګرو ملتونو ته په یوه پرانیستي لیک کې په آذربایجان کې د اقلیم د بدلون په نړیواله غونډه کې د طالبانو د بلنې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په دغه لیک کې راغلي: «د ملګرو ملتونو په کوربه توب د اقلیم د بدلون په غونډه کې د طالبانو د پلاوي بلل له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه او د ملګرو ملتونو د بنسټیزو ارزښتونو او اصولو خلاف عمل دی او طالبانو هېڅکله د افغانستان ملي ګټو یا نړیوالې همکارۍ او د اقلیم د بدلون په برخه کې دا ژمنتيا نه ده ښودلې.»
د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د اقليمي بدلون غونډه د دوشنبې په ورځ (لړم ٢١مه) د دوو ورځو لپاره د آذربايجان په پلازمېنه باکو کې جوړه شوې وه، چې د بحث وړ ټکى يې د ميتان ګازو د توليد زياتوالى و، چې د افغانستان په ګډون يې نږدې ۱۶۰ هېوادونو د کمولو ژمنه کړې ده.
دا لومړى ځل و چې دغه ډول غونډې ته طالبان وربلل کېږي او په دې غونډه کې د طالبانو د چاپېریال ساتنې د ادارې د مشر مطیع الحق خالص په مشرۍ یوه پلاوي ګډون کړی و.
خو د افغانستان لپاره د کاناډا د فیمینستانو ټولنه وايي چې طالبان دې غونډې ته په داسې حال کې رابلل شوي چې دوی د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي دي او د دوى پر وړاندې يې جدي او پراخ ظلمونه چې د دوی د حکومت د یوې بشپړې کړنلارې په توګه د جنسیتي تبعیض په نامه یادېږي، ترسره کړي دي.
د دې ټولنې په لیک کې راغلي: «طالبان د افغانستان د حکومت د قانوني مرجع په توګه نه د افغانستان خلکو او نه هم نړیوالې ټولنې په رسمیت پېژندلي دي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په زور سره پر هېواد ولکه ټينګه کړه.»
طالبانو واک ته له بيا ستنېدو وروسته د هېواد د اتباعو په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو او ازادۍ سخت محدودیتونه او بنديزونه وضع کړل او آن تر شپږم ټولګي پورته ښځې او نجونې یې له زده کړو څخه منعې کړې دي.
سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي، چې قانون او د طالبانو پالیسي د نولسمې لسیزې د دورې له پالیسیو سره ورته ده.